CRI Online

له ناول کروناس ويروس سره د مبارزې لپاره د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې،( چين، جاپان او کوريا جمهوريت ) د مشرانو ځانګړې غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-15 10:36:10

له ناول کروناس ويروس سره د مبارزې لپاره د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې، (چين، جاپان او کوريا جمهوريت) د مشرانو ځانګړې غونډه د اپرېل په ۱۴مه نېټه د ويډيو کنفرانس له لارې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د يادو مشرانو ترڅنګ د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريسوس او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې مشر لين يو هوی ګډون کړی و. د چين صدراعظم لي که چيانګ په غونډه کې د ناول کروناس ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د همکارۍ او د اقتصادي پرمختګ د اعادې په اړه د چين وړانديزونه او غوښتنې وړاندې کړل. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي رياست مشر وو جيانګ هاو له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې د چين وړانيزونو د بېلا بېلو خواوو فعال ملاتړ تر لاسه کړی دی. د ګډون کوونکو مشرانو په اند د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه، (چين، جاپان او کوريا جمهوريت) د ناول کروناس ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره پياوړو همکاريو ته اړتيا لري او په عين وخت کې اړتيا لري چې د صنعت ځنځير او اکمالاتي سلسله پرانيستې وساتل شي او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي وو جيانګ هاو د همدې ورځې په شپه له چيني او بهرنيو رسنيو سره د مرکې په وخت کې وويل چې ياده غونډه د شلو هېوادونو ډلې تر ځانګړې سرمشريزې غونډې وروسته د ختيځې آسيا د هېوادونو تر منځ يوه مهمه غونډه ده او يو مثبت ګام هم دی او دا ګام د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د نړيوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته د ځواب ورکولو لپاره واخيستل شو څو د وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې متحد او په هر اړخيزه توګه نړيوالې همکارۍ ته وده ورکړل شي. ښاغلي وو داسې وويل

د چين صدراعظم لي که چيانګ په ياده غونډه کې ګډون درلود او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه د ناول کروناس ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې د چين تجربې معرفي کړې. هغه د يادې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا ، د عامې روغتيا سويې د لوړتيا ، د اقتصادي پرمختګ اعادې او د خطرونو او ننګونو پر وړاندې د مقاومت لپاره مهم وړانديزونه وړاندې کړل.

وو جيانګ هاو وويل چې د غونډې ګډونوال د ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي او د عامې روغتيا د حکومتدارۍ سويې د ښه والي په اړه يو لړ مهمو ګډو نظريو ته ورسيدل. دوی موافقه وکړه چې د نړۍ د روغتيا سازمان او نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي ترڅو د ګردې نړۍ د عامې روغتيا خونديتوب په ګډه وساتي. ښاغلي وو وويل

بېلا بېلو خواوو موافقه وکړه چې معلوماتو شريکولو ته دوام ورکړي ، تجربې تبادله کړي ، د درملو او واکسينونو د څېړنې په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي ، يو بل سره تخنيکي مرستې برابرې او د درملو او طبي توکو عرضه ډاډمنه کړي.

وو جيانګ هاو وويل چې د يادې غونډې له لارې د همکارۍ په اړه د بېلا بېلو خواوو نظريې پياوړې شوي او د همکارۍ لاره يې روښانه شوې ده. چين د غونډې له پايلو څخه راضي دی او غواړي له بېلا بېلو خواو سره نژدې همکارۍ وساتي او واقعي موثرې کړنې تر سره کړي ترڅو ددغې ناروغۍ په مبارزه کې ژر بريالۍ شو ، د عامې روغتيا سويې ته وده ورکړو او د سيمه ييز اقتصادي خوځنده ځواک بيا اعاده کړو. وو جيانګ هاو وويل

د ناروغۍ پر وړاندې هېڅ هېواد نشي کولی پخپله کار وکړي ، په حقيقت کې ټول هېوادونه د برخليک ګډه ټولنه ده.

ښاغلي وو زياته کړه چې په اوس وخت کې چين له کوريا جمهوريت او سينګاپور سره د ممکنه اقداماتو په اړه په فعاله توګه بحث کوي چې د ناروغۍ د مخنيوی او کنټرول د ډاډ تر لاسه کولو پر مهال د پرسونل او توکو اړين لېږد درک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای