CRI Online

شي جين پينګ د فنلنډ له ولسمشر ساولي واينامو نينيستو سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-15 11:44:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۴مې نېټې په شپه د فنلنډ له ولسمشر ساولي واينامو نينيستو سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ د چين حکومت او خلکو په استازيتوب د فنلنډ حکومت او خلکو ته د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې او کلک ملاتړ وښوده. هغه وويل، ټول بشر ګډ برخليک لري، چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د نړيوالو عمومي روغتيايي چارو د پرمختګ لپاره هڅه وکړي. څه موده مخکې چين د فنلنډ په شمول له اروپايي هېوادونو سره د دې ويروس د مخنيوي په اړه ويډيويي غونډه تر سره کړه. چين غواړي له فنلنډ سره د دې ويروس د وقايې او کنټرول تجربې شريکې کړي.

نينيستو وويل، اوس فنلنډ له ناول کرونا ويروس سره په سخته مبارزه کې دی، د چين اړوندې تجربې زموږ لپاره ډېرې ګټورې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای