CRI Online

شي جين پينګ د سربيا له ولسمشر الېکسندر وچيچ سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-15 11:50:55

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۴مې نېټې په شپه د سربيا له ولسمشر الېکسندر وچيچ سره ټليفوني خبرې وکړې

شي جين پينګ وويل، چې چين او صربيا ډېرې ژورې اړيکې لري. چين به په دوامداره توګه سربيا ته د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې مرسته برابره کړي. باور لرم چې د ولسمشر وچيچ تر ټينګې لارښوونې لاندې به د دې هېواد خلک ډېر ژر د ويروس مخنيوی وکړي.

وچيچ وويل، زه ډېره خوشحاله يم چې چين ناول کرونا ويروس ډېر ژر کنټرول کړی او چين د سربيا لپاره ښه بېلګه ده. سربيا به تر خپلې اندازې پورې په دغه هېواد کې د چينايانو پالنه وکړي. زه غواړم له رئيس شي جين پينګ سره د نطريو نژدې تبادله وساتم.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای