د سينهوا اژانس د خبر له مخې،جنوبي افريقا ته د چين لخوا د مرستندويه طبي توکو د ورکولو مراسم د اپريل په ۱۴مه نېټه جوهانيسبورګ کې تر سره شول. د جنوبي افريقا حکومتي چارواکو په دغه هېواد کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د چين د حکومت او خلکو له کلک ملاتړ او مرستو څخه ډېره مننه وکړه او لوړه ستاينه يې وکړه.
د جنوبي افريقا د عمومي روغتيا وزير زوېلي مخيز وويل، چين نه يوازې دغه هېواد ته ډېر ضروري مرستندويه طبي توکي ورکړي، بلکې د ويروس د مخنيوي په برخه کې يې تجربې هم ورسره شريکې کړې دي.
په جنوبي افريقا کې د چين لنډمهالي شارژدافير لي نان وويل، دغه توکي د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د موافقې د پلي کېدو مهم تدبير دی. موږ بايد د بشري برخليک پر ګډې ټولنې ټينګار وکړو، په هر اړخيزه توګه نړيوالې همکارۍ ټينګې او په ګډه بشري ستونزې حل کړو.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |