CRI Online

د سپينې ماڼۍ لخوا پر امريکايي رسنيو پر له پسې لفظي بريدونه څه په ډاګه کوي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-04-15 17:02:08

وروسته له دې چې د کلمبيا نشراتي شرکت(CBS)يوه خبريال پولا رېډ د اپريل په ۱۳مه نېټه د سپينې ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د امريکايي حکومت لخوا د کوويد—۱۹ پر ضد په تر سره شويو اقداماتو څو ځله شکونه څرګند کړل، د دغه هېواد ولسمشر پرې لفظي سخت شفاهي بريدونه وکړل. هغه وويل: تا په بې شرمۍ سره دا خبرې کوي! ستا لخوا جوړ شوي خبرونه ټول بې بنسټه دي، ستاسو ارګان هم جعلي خبرونه جوړوي.

د امريکا ولسمشر په پر له پسې ډول د خپل هېواد خبريالان وغندل، نيويارک ټايمز، CNN، NBC، د امريکا غږ او فاکس ټلويزيون ټول د امريکا ولسمشر لخوا سخت غندل شوي دي.

څو ورځې دمخه په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې يوه ليکنه خپره شوه چې له مخې يې په نيویارک کې پيدا شوي زياتره کوويد—۱۹ ويروس له اروپا څخه د بېرته راغلو سيلانيانو لخوا خپور شوی. که د طبي ازموينې اړوند تشريفات په اغېزمن ډول تر سره شوي وای، امريکا ښايي ډېر وړاندې دغه ويروس کشف کړی وای. په پايله کې دغه ليکنه د امريکا د ولسمشر د سختې غوسې سبب شوې ده. هغه په ټولنيزو رسنيو کې په خپله پاڼه کې ليکلي چې نيويارک ټايمز د کوويد—۱۹ سرچينه د چين پر ځای اروپا وبلله. دا لومړی ځل دی. دغې ناکامې ورځپاڼې دا خبر له کوم ځای نه واخيست؟ سرچينه يې د باور وړ ده که نه؟

په حقيقت کې د نيويارک ټايمز په ياده ليکنه کې څه دپاسه ۱۰ تنو اړوندو مشهورو کارپوهانو او متخصصانو نظريې بيان شوې، د بېلګې په توګه د نيويارک د سينای مونټ طبي پوهنځي (School of Medicine at Mount Sinai) جين پوه هارم وان باکل او د نيويارک پوهنتون ويروس پوهه ادريانا هېګوی. دوی خپل شهرت او باور لري.

له دې نه ۲ ورځې وړاندې سپينې ماڼۍ پر امريکا غږ(VOA) نيوکه وکړه چې د امريکايي مالياتو په لګولو سره د چين لپاره تبليغاتي فعاليتونه کوي. ټولو ته معلومه ده چې د امريکايي حکومت په پانګه د امريکا غږ تل د چين پر ضد کارونه کوي او پر چين يې بېلا بېل تورونه لګولي دي. خو د امريکا غږ د اپريل په ۸مه نېټه يعنې په وو هان کې د قرنطين د رسمي لغوه کېدو په ورځ کې د يو رپوټ په خپرولو سره پر وو هان ښار د چيني حکومت جدي قرنطين او کلابند د ساري ناروغۍ پر ضد يوه بريالۍ نمونه وبلله او و يې ويل چې دغه تجربې د نړۍ د زياتو هېوادونو د زده کړې وړ دي. خو له دې امله سپینې ماڼۍ پرې لفظي بريدونه کړي دي. له دې څخه د بيان ازادۍ په برخه کې د امريکايي حکومت دوه ګونې معيارونه بربنډ شوي دي.

ولې امريکايي حکومت خپلې خبري رسنۍ دومره زياتې او سختې غندي، لاملونه يې بې بنسټه يا جعلي خبرونه نه، بلکې دا دی چې د دوی په رپوټونو کې څرګند شوي سياسي نظرونه د امريکا د حکومت له سياست سره سمون نه خوري. د سپينې ماڼۍ په اند، د چين غندنې او پرې نيوکې آن واقعيتونه دي او که د چين ستاينه وشي، نو د چيني حکومت لپاره تبليغات دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای