CRI Online

د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶.۴ کمه شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-15 18:20:59

د چين د ګمرکي شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۶۵۷۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه څلور کم شوی دی. د روان کال په تېرو درېيو مياشتو کې د جنوب ختيځې اسيا ټولنه د چين لومړی لوی سوداګريز همکار و.

د چين د ګمرکي ملي ادارې وياند او د شمېر او تحليل دولتي رياست مشر لي کوي ون د اپريل په ۱۴ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د سږ کال په تېرو درېيو مياشتو کې د چين د صادراتو اندازه ۳۳۳۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۱ اعشاريه ۴ کم شوی دی، د وارداتو اندازه ۳۲۴۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه ۷ ټيټ دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای