CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په ( چيو شه) مجله کې يوه مهمه سرمقاله خپره کړه چې عنوان يې دی ( يووالی او همکارۍ د کوويد- ۱۹ ويروس پرضد مبارزه کې د نړيوالې ټولنې ډېرې قوي وسيلې دي)

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 11:03:05

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ يوه مهمه سرمقاله د اپريل په ۱۶مه نېټه په (چيو شه) مجله کې خپره شوه چې عنوان يې دی ( يووالی او همکارۍ د کوويد- ۱۹ ويروس پرضد مبارزه کې د نړيوالې ټولنې ډېرې قوي وسيلې دي).

په دغه سرمقاله کې ليکل شوي، چې د بشريت برخليک يوه ټولنه ده، نو يووالی او همکارۍ وبا ته د ماتې ورکولو په هکله د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو په لاس کې ډېرې قوي وسيلې دي. اوسمهال د کوويد- ۱۹ ويروس وبا په ټوله نړۍ کې خپرېږي او د انسانانو د سر امنيت او روغتيا ته ستر ګواښ لري، چې د عامې روغتيا نړيوال سيستم له دې امله له سترو ننګونو سره مخامخ دی. نړيواله ټولنه بايد ټينګ هوډ ولري او بايد د دغې وبا پرضد مبارزه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره يووالی وساتي او نژدې نړيوالې همکارۍ وکړي. که موږ ګډې هڅې وکړو او يو له بل سره مرسته وکړو، په دغه مبارزه کې به بری ومومو او لا روښانه راتلونکې به ولرو.

په دغه مقاله کې راغلي چې چين تل د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې تر لارښوونې لاندې د خلاصې، شفافې او مسؤلانه رويې په نيولو سره پر وخت د روغتيا د نړيوال سازمان په شمول له اړوندو هېوادونو او سازمانونو سره د دغه ويروس په اړه معلومات شريکوي. چين د روغتيا له نړيوال سازمان او ټولې نړۍ سره د دغه ويروس د وقايې او کنترول تجربې معرفي کړي او د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره يې مثبتې نړيوالې همکارۍ کړې دي. چين به په ټينګار سره د خپل هېواد د خلکو او نړيوالو د سر د امنيت او روغتيا د ساتلو لپاره کوښښ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای