CRI Online

چین به سعودي عربستان، اثیوبیه او بورکینافاسو ته مرستندویه طبي ګروپونه ولیږي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 11:05:09

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه په یوه خبري ناسته کې وویل چې چین به سعودي عربستان، اثیوبیه او بورکینافاسو ته مرستندویه طبي ګروپونه ولیږي.

هغه زیاته کړه چې کله چې په چین کې د کووید-۱۹ ویروس پیدا شو، د سعودي عربستان پاچا په لومړی وخت کې خپله همدردي او ملاتړ څرګند کړ او چین ته یی ډير مرستندویه توکي برابر کړل. اوس چین په ټینګه سره د دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې له سعودي عربستان څخه ملاتړ کوي او تر وسې پورې به خپلې مرستې هم ورته برابرې کړي. هغه دا هم وویل چې چین او افریقا په اوږده موده کې ښه دوستان پاتې شوي دي او له چین څخه د افریقا قیمتي ملاتړ زموږ په زړه کې ځانګړی ځای لري. چین اوس غواړي له افریقا سره یو ځای د کووید ۱۹ له ویروس سره مبارزه وکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای