CRI Online

يانګ جې چه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 11:08:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو شورا دفتر مدير يانګ جې چه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په بلنه ورسره ټلېفوني خبرې وکړې.

ښاغلي يانګ جې چه په دغو خبرو کې وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۷مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفوني خبرې وکړې او اوس دواړه هېوادونه د دواړو مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې د کوويد- ۱۹ ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې پر نژدې تماس نيولو ټينګار کوي. چين غواړي په راتلونکې کې له امريکا سره په دې برخه کې د معلوماتو او تجربو شريکولو او همکاريو ته دوام ورکړي او د شلو سترو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د ګډو نظريو د پلې کولو، د نړيوال تجارت برابري ځنځير د امنيت د ساتلو او د نړيوال اقتصاد او مالي چارو د امنيت د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

وزير مايک پومپيو وويل چې وبا د نړيوالې ټولنې پر وړاندې ګډه ننګونه ده. امريکا غواړي له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ګډو نظريو په پلې کولو سره په دې برخه کې لا نژدې همکارۍ وکړي او د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره نژدې تماس وساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای