CRI Online

تبصره: د روغتيا نړيوال سازمان سره د امريکا د مرستې ځنډېدل به نه يوازې نورو خواوو ته، بلکې امريکا ته هم زيان رسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 12:13:43

د چين ميډيا ګروپ مبصر د اپريل په ۱۴مه نېټه يوه تبصره خپره کړه، چې عنوان يې دی ( د روغتيا نړيوال سازمان سره د امريکا د مرستې ځنډېدل به نه يوازې نورو خواوو ته، بلکې امريکا ته هم زيان رسوي.

په دغه تبصره کې ليکل شوي، چې د امريکا مشر پر ځايي وخت د اپريل په ۱۴مه نېټه د کوويد- ۱۹ ويروس وبا په اړه د سپينې ماڼۍ په يوه ناسته کې اعلان وکړ چې د امريکا حکومت به د روغتيا له نړيوال سازمان سره مرسته وځنډوي او پر دغه سازمان يې نيوکه وکړه چې د دغې وبا د وقايې او کنترول په برخه کې د دغه سازمان ناکامي په ټوله نړۍ کې د دغې وبا د خپرېدو سبب ګرځېدلې ده. شک نه شته چې د عامې روغتيا د نړيوال بحران پر وړاندې به د امريکا دغه نامسؤلانه او يواړخيزه کړنه د ياد سازمان توان او د دغې وبا پر ضد نړيوالې مبارزې ته زيان ورسوي. بالاخره، دغه کړنه به د امريکايانو په شمول د نړيوالو ګټو ته هم زيانونه ورسوي.

د ليدو وړ ځای دا دی چې د دغې وبا له رامنځته کېدو وروسته د روغتيا نړيوال سازمان په دې برخه کې د ډېر صلاحيت لرونکي او مسلکي ارګان په توګه نه بدليدونکی رول لوبولی دی او لوبوي يې. چين د جنورۍ له ۳مې نېټې څخه په نوبتي توګه له دغه سازمان سره د دغې وبا د معلوماتو په شريکولو پيل وکړ. دوه ورځې وروسته دغه سازمان نړۍ ته د دغې وبا خبردارۍ ورکړ. د فبرورۍ په سر کې دغه سازمان په ژنيو کې د لوړپوړيو څيړونکو يوه ناسته جوړه کړه چې کابو ۴۰۰ ګډون کوونکي پکې حاضر وو، او د واکسين د جوړولو هڅه يې پيل کړه. د اپريل تر دوهمې لسيزې پورې، دغه سازمان ۱۳۳ هېوادونو ته کابو ۲ مليونه بدني وقايوي الې انتقال کړې دي او ۱۲۶ هېوادونو ته يې کابو ۱ مليون کيټونه برابر کړي دي.

هممهاله د شلو صنعتي هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر دې ټينګار وشو چې د دغې وبا پر ضد مبارزه کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا په هکله دې له دغه سازمان څخه ټينګ ملاتړ وشي. د مارچ په وروستۍ لسيزه کې م م په ټوله نړۍ کې د دغې وبا پرضد مرستندويه پلان شروع کړی چې عمومي پانګه يې ۲ مليارډ امريکايي ډالره ده. دغه پلان به د ياد سازمان په شمول د ګڼ شمېر نړيوالو سازمانونو اړتياوې پوره کړي او موخه يې دا ده چې د دغه بحران د له منځه وړلو لپاره له ډېرو بې وزليو هېوادونو او کمزورو ټولنو سره مرسته وکړي.

اوس په ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ کابو ۲ مليونه پېښې ثبت شوي او د دغې وبا د وقايې حالات لا هم سخت دی، خو امريکا په همدې وخت کې پريکړه کړې چې له ياد سازمان سره مرسته وځنډوي. دغه هېواد دا کړنه نه يوازې له خپلو ژمنو څخه سرغړونه ده، بلکې نړيوالو همکاريو ته به هم زيان ورسوي ، په تېره بيا له پرمختيايي هېوادونو سره د دغه سازمان د مرسته ورکولو توان ته به ډېر زيان ورسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای