CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: د امريکا له خوا د غړيتوب فيس ځنډول د افسوس وړ خبر دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 14:37:50

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ګيبريسوس د اپريل په پنځلسمه نېټه په ژنيو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې دغه سازمان ته د امريکا له خوا د غړيتوب فيس د ځنډولو په اړه افسوس څرګند کړ. نوموړي وويل، چې د روغتيا نړيوال سازمان به له همکارانو سره د مالي تشو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي او د عامې روغتيا او ساينس په برخه کې به د ژمنو عملي کولو ته دوام ورکړي او په بې غرضه او نه ويريدونکې روحيه به د نړيوالو لپاره خدمتونه وکړي.

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو په حال کې دی، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ، چې امريکا به د روغتيا نړيوال سازمان ته د غړيتوب فيس ورکول وځنډوي. د امريکا دغه عمل به د کوويد-۱۹ ويروس پر وړاندې پر روانې نړيوالې مبارزې ډېر منفي اغېز وکړي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د اپريل په ۱۵مه نېته په يوه مطبوعاتي غونډه کې ياد خبر ته په ځواب کې وويل، چې دغه سازمان به له همکارانو سره مالي تشې ډکې کړي څو دوامداره کارونه تامين کړي.

(( امريکا د روغتيا نړيوال سازمان دايمي او سخي ملګری دی، موږ هيله لرو چې دا ملګرتيا به همدغسې تل پاتې وي. موږ د امريکا د ولسمشر د هغې پريکړې په اړه افسوس څرګندوو چې له مخې به يې دغه هېواد د روغتيا نړيوال سازمان ته د غړيتوب فيس ځنډوي. زموږ سازمان په دې اړه د څېړنې په هڅه کې دی چې د امريکا دغه عمل به زموږ پر کارونو څه اغېزې وکړي. موږ به له همکارانو سره د مالي تشو د ډکولو په برخه کې همکاري وکړو څو خپل کارونه تامين کړو. ))

تدروس په دې اړه هيڅ و نه ويل چې امريکا هر کال د روغتيا نړيوال سازمان ته د غړيتوب څومره فيس ورکوي او د امريکا دغه پريکړه به د دغه سازمان پر کارونو کومې ممکنې اغېزې وکړي، نوموړي يوازې څرګنده کړه چې د ارزولو کار روان دی او ورپسې به مشخص معلومات خپاره شي. خو د روغتيا نړيوال سازمان د خلاصو سندونو او محتوياتو له مخې د خبريال ګومان ښيي چې هر کال په دغه سازمان کې د امريکا د غړيتوب فيس شاو خوا ۴۷۰ مليونه امريکايي ډالره دی چې دا رقم د دغه سازمان په کلنۍ بودجه کې ٪۱۵برخه نيسي او امريکا د دغه سازمان لپاره تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

تدروس په ياده مطبوعاتي غونډه کې وويل، په ۱۹۴۵ کال کې د م م د جوړولو په وخت د بېلا بېلو هېوادونو تر بحثونو لاندې لومړی کار دا و چې د نړيوالو د روغتيا د ساتلو او پياوړي کولو په موخه دې يو سازمان جوړ شي، او ورپسې د روغتيا نړيوال سازمان جوړ شو. دغه سازمان نه يوازې د کوويد-۱۹ ويروس پر وړاندې بلکې د شري، ملاريا، ايبولا، اېډز، او سرطان په شمول له زياتو ناروغيو سره د مبارزې لپاره زياتې هڅې کړي او کوي يې.

((زموږ مسئوليت او دنده ده چې له نفوس او اقتصادي پيمانې پرته ټولو هېوادونو ته په يوه سترګه وګورو. د شتمنو او بېوزلو هېوادونو، لويو او کوچنيو هېوادونو، د بېلا بېلو تابعيتونو، نژادونو او ايډيولوژيو د کسانو پر وړاندې د دغه ويروس خطر يو شان دی. د روغتيا په نړيوال سازمان کې ياد توپيرونه هم نشته. اوس موږ بايد د ګډ خطرناک دوښمن پر وړاندې يووالی وساتو. ))

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتيا نړيوال سازمان ته د امريکا د غړيتوب فيس د ځنډولو په اړه پلمه جوړه کړه چې ګواکې دغه سازمان له کوويد-۱۹ ويروس سره په مبارزه کې کمزوری دی، امريکا به د دغه سازمان د عمده بسپنه ورکوونکي هېواد په توګه د دې سازمان عملونه تر پوښتنې لاندې ونيسي. تدروس د اپريل په ۱۵مه نېټه وويل، چې د روغتيا په نړيوال سازمان کې د پوښتنې عادي نظام شتون لري او دغه کار به په مناسب وخت کې تر سره شي، خو اوس د دغه ويروس وقايه او کنترول مهم کار دی.

(( په دې کې شک نه شته چې زموږ په کارونو کې د اصلاح او لوړوالي وړ ټکي شتون لري، ټول به تجربې ترې تر لاسه کړي، خو اوس زموږ تمرکز پر دې دی، چې د دغه ويروس مخنيوی وکړو او ژوند وژغورو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای