CRI Online

د عرضې له نړيوال ځنځير څخه د چين د ګوښه کېدو نيت په وېښه د امريکايي سياستوالو خوب دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 20:53:06
د عرضې له نړيوال ځنځير څخه د چين د ګوښه کېدو نيت په وېښه د امريکايي سياستوالو خوب دی

ځينو امريکايي سياستوالو په دې وروستيو کې دا ډېر ويلي چې له چين څخه امريکايي شرکتونه بېرته خپل هېواد ته انتقال شوي او ځيني يې غواړي خپلې چارې جنوب ختيځې اسيا ته وسپاري. دغه سياستوال دا نظر لري چې چين د عرضې له نړيوال ځنځير څخه ګوښه شي. خو د دوی دا نيت په وېښه يو خوب دی.

چين د عرضې په نړيوال ځنځير کې خپل اوسنی مقام له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د صنعتي سيستم، بنسټيزو تاسيساتو او د کارګرو ښو سرچينو په برخو کې په خپلو وړتياوو سره نيولی دی او د نړيوالو شرکتونو د انتخاب نتيجه هم ده. په اوسنۍ نړۍ کې هېڅ هېواد پخپله د عرضې خپلواک، بشپړ او امنيتي ځنځير نه شي جوړولی، دا نيت بيخي د عملي کېدو وړ نه دی

د څېړونکو په اند، اوس په امريکا کې د کوويد- ۱۹ ويروس وبا حالات ډېر سخت دي او د حکومت د ناسمې تګلارې او د بې کارۍ اندازې د لوړتيا له امله په دې هېواد کې اختلافات هم سخت دي. نو ځينو امريکايي سياستوالو خپلو تېروتنو ته د خلکو پام د کمولو لپاره يادې بې ځايه څرګندونې کړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای