CRI Online

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-16 22:01:38

اوس چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې پړاوييز برياليتوبونه تر لاسه شوي، ټولنيز او اقتصاد نظم ګام په ګام د عادي کېدو په حال کې دی. وو هان ښار چې په چين کې د دې ويروس له امله تر ټولو سخت ځپل شوی، بېرته پرانيستل شوی دی .

په چين کې د کوويد-۱۹ په کنټرولېدو سره، د تېر مارچ په ۳۰مه نېټه په وو هان ښار کې سوداګريز ځايونه په وار سره بيا خلاص شوي او د هان جيې په نوم مشهور تجارتي واټ هم بيا پرانيستل شو او کاروبار يې د پخوانۍ په شان د ښه کېدو په حال کې دي.

د اپريل په ۸مه نېټه د وو هان ښار قرنطين په رسمي ډول لغوه شو. د اپريل په ۱۴مه نېټه په ياد سوداګريز واټ کې د بوټانو د يوې مغازې کارکوونکې د چين مډيا ګروپ خبريال ته وويل، په تېرو څو ورځو کې هره ورځ د کاروبارو ارزښت له لسو زرو يوانو اوښتی او نسبتاً پخوانۍ سويې ته رسېدلی.

مصرف تل د چين په اقتصادي پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبولی او لوبوي يې. نو څنګه پر مصرف او خدمتي چارو د ياد ويروس منفي اغېزه کمېږي، دا د چين د اقتصادي احيا لپاره ډېره د پاملرنې وړ مسئله ده.

د يادولو وړ ده چې د چين تصديو د ويروس وقايې او کنټرول تر څنګ د خپلو توليدي چارو د بيا پيل لپاره ډېر اغېزناک تدبيرونه نيولي دي، مثلا د وو هان ښار ډېرو رستورانټونو د خوراکي توکي د انلاين اخيستلو او ليږلو او په ښارګوټو کې د خوراکونو د ډله ييزو اخيستلو خدمتونه برابر کړي، د پرچون خرڅلاو مرکزونو هم انلاين خدمتونه برابر کړي او نورو برخو کې هم اسانتياوې رامنځته شوې او دې تدابيرو ښه نتيجه ورکړې ده.

د وو هان ښار ځايي حکومت د مرکزي حکومت د مرستندويه تدبیر پر بنسټ د کوچنيو او منځنيو تصديو له پرمختګ څخه د ملاتړ لپاره د مالياتو د کمولو، پولي ملاتړ او د استخدام مرستې په شمول يو لړ اغېزناکې لارې چارې غوره کړي دي.

وو هان د چين يو نمونه ښار دی، د بېلا بېلو سيمو تصديو د خپلو کوښښونو او د نورو مرستو له لارې اوسنۍ ستونزې لیرې کړې دي.

که تاسې دا پوښتنه وکړئ چې وو هان د چين په اقتصاد کې څومره رول لوبوي؟ ځواب يې دا دی چې وو هان د چين يو مهم مرکزي ښار دی او په ۲۰۱۹ کال کې يې توليدي اندازې د هېواد په کچه اتم مقام خپل کړ. په وو هان کې د موټر لوړ تخنيک لرونکي توليدي مرکز شتون لري، په دې ښار کې د ډيجټلي مالوماتو توليدي مرکز موجود دی چې د چين او حتی د نړۍ د توليدي ځنځير د ثبات لپاره مهم رول لوبوي. برسيره پر دې، د چين زياتره ښارونه د وو هان د مرکز په زر کيلومترۍ کې پراته دي، نو د وو هان ښار قرنطين په لغوه کېدو سره په چين کې ترافيکي شبکه بيا خلاصه شوې چې په ټول هېواد کې د توليدي چارو د بيافعالېدو لپاره ډېره ګټه لري.

اوس په ټول چين کې د توليدي او خدمتي چارو د بيا عادي کېدو سرعت ډېر ګړندی دی. د تېر مارچ تر ۲۸مې نېټې پورې د لويې پيمانې لرونکو تصديو د توليدي چارو د بياپیل انډول ۹۸ اعشاريه ۶ سلنې ته رسېدلی او د اپريل تر ۹ مې نېټې پورې چين کې د نړيوالو سوداګريو ۷۶ سلنه مهمو تصديو د خپل توليدي توان ۷۰ سلنه بيرته عادي حالت ته رسولې. د همدې مياشتې تر لسمې نېټې پورې په چين کې د کوچنيو او منځنيو تصديو د کارونو د بيا پيلېدو اندازه له ۸۰ سلنې زياته شوې.

د تصديو کارونه د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دي. د جرمني فوکس مجلې څو ورځې مخکې يوه مقاله خپره کړه او پکې د فرانسې د پاريس بانک د څېړونکي ماورير له قوله ليکل شوي چې د اپريل تر دوهمې لسمې پورې به ښايي د چين په اقتصاد کې د عرضې ځنځير ۸۰ سلنه بېرته عادي حال ته ستون شي، توليدي توان او اندازه به يې هم په ګړندۍ توګه اعاده شي.

له ډېرو کلونو راهيسې د چين اقتصاد د نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې ۳۰ برخه نيولې او نيسي يې. اوس چين کوويد-۱۹ ويروس کنټرول کړی او د توليدي او خدمتي چارو د بياپيل لپاره يې تر وسې پورې کوښښونه کړي، له دې ويروس سره د نړيوالې مقابلې او د عرضې د نړيوال ځنځير د ثابت ساتلو لپاره به ګټور رول ولوبوي. اوس دغه ويروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او نړيوال اقتصاد له سترو ستونزو سره مخ دی. که څه هم ستونزې ډېر دي، د دوی د ليرې کولو لارې چارې شتون لري. و مو ليدل چې د چين وو هان ښار د ويروس له ګواښ او ازموينې څخه وتلی او د هېواد د اقتصاد د بيااحيا کېدو بهير ته داخل شوی. ويل کېږي چې چين به په دوامداره توګه نړيوال اقتصاد ته باور او حياتي ځواک برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای