CRI Online

افغان طالبانو ۲۰ بنديان ازاد کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-17 10:43:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د اپريل په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ، چې د افغان ځواکونو او پوليسو په شمول ۲۰ بنديان يې ازاد کړي دي. افغان حکومت هم په روانه مياشت کې له بنده څو سوه طالبان ازاد کړي دي.

د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه يو تړون لاسليک شو، چې له مخې يې د بين الافغاني خبرو لپاره به امريکا افغان حکومت دې ته هڅوي، چې پېنځه زره طالب بنديانه ازاد کړي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ له ياد تړون وروسته ټاکل شوې وه، چې د سولې لپاره د افغانانو ترمنځ ډيالوګ د مارچ په ۱۰مه نېټه پيل شوی وای، خو تر اوسه د بنديانو د ازادولو پروسه نه ده بشپړه شوې، چې له امله يې بين الافغاني خبرې هم نه دي پيل شوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای