CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-17 10:55:03

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۶مې نېټې په شپه روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې وکړې. دا په يوه مياشت کې دوهم ځل دی، چې دواړه مشران د کوويد ۱۹ ويروس په اړه خبرې کوي. له نوموړي سره په خبرو کې شي جين پينګ وويل، اوس د کوويد ۱۹ ويروس په ګرده نړۍ کې خپرېږي، بېلابېل هېوادونه له سختو ستونزو سره مخامخ دي. چين او روسيېد دې ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي، له دې څخه د دواړو هېوادونو ښې اړيکې څرګندېږي. په دې وروستيو ورځو کې د چين حکومت د طبي کارپوهانو ډلې په مسکو کې کارونه پيل کړي او له روسيې سره د دې ويروس د وقايې او کنټرول تجربې شريکوي. چين به له روسيې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او له روسيې څخه مننه کوي چې په دغه هېواد کې د چينايانو لپاره يې خدمتونه برابر کړي دي.

پوتين وويل، د چين حکومت او خلک په يووالي او يولاس د کوويد ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې مهم برياليتوب تر لاسه کړی او اوس د بېلابېلو هېوادونو لپاره مرستې برابروي او ورڅخه ملاتړ کوي. روسيه غواړي له چين سره د دې ويروس وقايې په برخه کې د نظريو تبادله ټينګه کړي او د م م په چوکاټ کې همکارۍ زياتې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای