CRI Online

چين تل په ګرده نړۍ کې د کوويدـ ۱۹ ويروس د مخنيوي په برخه کې د م م او د روغتيا د نړيوال سازمان له مهم رول څخه ملاتړ کړی.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-17 11:50:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اپريل په ۱۶مه نېټه د ۷۴مې دورې د م م اسامبلې مشر محمد بندي، د م م سرمنشي ګوټريس او په م م کې د بېلابېلو هېوادونو دايمي استازو ته پيغامونه ولېږل. نوموړي په دغو پيغامونو کې ويلي چې چين له م م او د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ملاتړ کوي او په فعاله توګه به له نړيوالې ټولنې سره د کوويدـ ۱۹ ويروس د مخنيوي لپاره همکارۍ وکړي.

نوموړي وويل، په دې وروستيو ورځو کې رئيس شي جين پينګ له ګوټريس او د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره زياتې ټليفوني خبرې وکړې، او د دې ويروس د مخنيوي په برخه کې يې د نړيوالو همکاريو په اړه د نظريو ژورې تبادلې وکړې او مهمې موافقې يې کړې دي. جانګ جون وويل، چين تل په ګرده نړۍ کې د روغتيا د نړيوال سازمان له مهم رول څخه ملاتړ کړی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای