د چين د شمېرنې ادارې مطبوعاتي وياند ماو شنګ يونګ د اپريل په ۱۷مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۲۰۶۵۰ مليارډ او ۴۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۶.۸ سلنه ټيټوالی ښيي.هغه وويل چې د کوويد- ۱۹ ويروس د ناروغۍ له امله د رامنځته شويو سختو ننګونو پر وړاندې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمومي وضيعت ثابت دی او په مارچ کې د عمده اقتصادي انډول د ټيټوالي اندزه کمه شوې ده .
له شمېرنې سره سم د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين په ښارونو او ښارګوټو کې د نوي ګمارل شويو کسانو شمېر ۲۲ لکه ۹۰ زرو تنو ته رسېدلی ، د بېکارۍ کچه راټيټه شوې او د استخدام حالات په عمومي توګه ثابت دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |