د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اپريل په ۱۶مه نېټه د دې هېواد په فيدرالي امنيتي غونډه کې وويل، د کوويدـ ۱۹ ويروس د خپرېدو له امله، روسيه نه شي کولی چې د مۍ مياشتې په ۹مه نېټه د وطن ساتنې او د بريا ورځې د ۷۵مې کليزې د لمانځنې لپاره پوځي رسم ګذشت تر سره کړي.
پوتين وويل، د پوځي رسم ګذشت په شمول د دې لمانځنې په اړه ټول فعاليتونه به وځنډېږي، خو وروسته به په سږکال کې يې تر سره کړي. ټاکل شوې وه چې روسيه به د مۍ مياشت په ۹مه نېټه د وطن د ساتونکې جګړې د بريا د ۷۵مې کليزې د لمانځنې په پار يو لړ فعاليتونه تر سره کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |