CRI Online

په وو هان ښار کې د کووید-۱۹ ویروس د سږو پر ناروغۍ د اخته کسانو او د مړو شویو کسانو د شمیرو د سمولو اعلامیه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-17 12:37:54

د وو هان ښار د کووید-۱۹ ویروس د سږو ناروغۍ د وقایې او کنترول ادارې د چین د ولسي جمهوریت د ساري ناروغیو د وقایې او درملنې قانون د ۳۸ مې برخې د ۴مې مادې، د عامې روغتیا د بیړنیو پیښو د قاعدې د ۲۵مې برخې د ۳مې مادې، د چین د شمیرنې قانون د ادا کولو قاعدې د ۱۹مې برخې او د مړو شویو کسانو د معلومات ثبتولو انتقالي قاعدې د ۱۴مې او ۱۵مې برخې له مخې تاریخ، خلکو او مړو شویو کسانو ته په درناوي د دغه ښار د وبا د شفافو او دقیقو مالوماتو د ضمانت لپاره د اړوندو معلوماتو د پلټنې په چار ځانګړی ګروپ جوړ کړی دی. د دغه ګروپ په لارښوونې سره د عامې روغتیا، د ناروغیو کنترول، د عامه امنیت، ملکي چارو، د عادلیې او شمیرنې څانګو یوه خوا په انترنېټ کې د وبا معلوماتي سیستم، د مړیو د ښخولو معلوماتي سیستم، د طبي چارو د وبا معلوماتي سیستم او د ویروس د نیوکلیک تائیدولو سیستم اړوندې شمیرنې بیا پرتله او دقت کړې دي او بله خوا یې په هراړخیزه توګه د اړوندو کلینیکونو، روغتونونو، انتقالي روغتونونو، هستوګنځایونو او قرنطین شويو سیمو، زندانونو او د لوړعمر کسانو د ساتونکو یونټونو معلومات بیا اخیستي او د ټولو ناروغانو شخصي معلومات یی هم ترلاسه کړی دی او له بیلابیلو لارو یې بیا تائید کړی دی. دغه راز، د اپریل د ۱۶ مې نیټې تر ۲۴ بجو پورې په دې وبا د اخته شویو کسانو شمیر ۳۲۵ زیات شوی چې د دې عمومي شمیر یې ۵۰۳۳۳ ته رسیدلی دی او د دې وبا له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۲۹۰ زیات شوی چې د دې عمومي شمیر ۳۸۶۹ ته رسیدلی دی.

د اړوندو شمیرو د سمولو لاملونه دا دي: لومړی، په لومړی وخت کې د ناروغانو شمیر په لنډ وخت کې ډیر زیات شوی و او د طبي څانګو توان نسبتاً کم و نو ځینی ناروغان په خپلو کورونو کې مړه شوي وو. دوهم، د دغې وبا د پیښیدو د سختېدو په وخت کې ځینو روغتونونو ډیرې پاملرنې درملنې ته ورکړې نو د شمیرنې د تائیدولو او شریکولو په برخو کې نمګړتیا شته وې. درېیم، په لومړي وخت کې د ناروغانو د منلو روغتونونو شمیر ډیر و چې په دې جملې کې ولایتي، وزارتي، ښاري، محلي، شخصي یا انتقالي روغتونونه شامل وو نو ځینو روغتونونو له معلوماتي شبکې سره اړیکې نه وې ټینګې کړې. څلورم، د ځینو مړو شویو کسانو معلومات پوره او دقیق نه وو نو ځینی یی په تېروتنې یا څو ځله شریک شوی وو.

موږ ژوند ته او خلکو ته لومړیتوب ورکوو! هر کس چې په دې وبا کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی، د خپلې کورنۍ حتی زموږ د ښار ستر درد او غم دی. دلته موږ له ټولو هغو کورنیو سره چې په دې وبا کې یی د کورنۍ غړي له لاسه ورکړی، ژوره همدردي کوو او په دې وبا کې پر ټولو مړو شویو وطنوالو او په تیره بیا قرباني شويو طبي کارکوونکو خواشیني څرګندوو!

په وو هان ښار کې د کووید-۱۹ د سږو ناروغۍ د وقایې او کنترول اداره

۲۰۲۰کال د اپریل ۱۷مه نیټه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای