په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ګرې زون ويبپاڼې د اجيټ سيګ يوه مقاله خپره کړې ده . په دغه مقاله کې څرګنده شوې چې د امريکا په ګډون د لوېديځو هېوادونو استخباراتي ادارو او کارپوهانو ډلو چې د وسلو پلورونکو لخوا تمويل کېږي، څنګه پر چين تورونه لګوي او چين يې ولې بدنام کړی او په چين کې يې د "جبري کار" په اړه ولې بې اساسه راپورونه خپاره کړي دي.
په ياده مقاله کې ويل شوي چې نوموړي راپورونه د عامه اړيکو په اړه د احتياطي پلان مستقيم محصول دي چې د امريکا،اروپايي ټولنې ، ناټو او د وسلو پلورونکو لخوا يې ملاتړ کېږي. که نوې سړه جګړه شدت ومومي ، دوی به خامخا له دې څخه لوی عايد ترلاسه کړي.
د يادې مقالې عنوان دی: د امريکا د حکومت ، ناټو او د وسلو پلورونکو لخوا په چين کې د" جبري کار "په اړه د وړاندې شوي راپور موخه د سړې جګړې د عامه اړيکو پرمخ وړل دي . په دغې مقالې کې دا په ګوته شوې چې په وروستيو ورځو کې ، لوېديځو رسنيو پر چين تورونه لګولي او د اويغور مسلمانانو لخوا د "جبري کار" پلان پلي کولو په اړه راپورونه راټولوي. په لويديځو رسنيو کې دا راپورونه د آسټراليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ ،د امريکا د نړيوالې ستراتيژۍ د څېړنيز مرکز او د ښي اړخي بنسټپاله عيسوي ادريان زېنز د ۳ راپورونو پراساس خپاره شوي دي.
د آسټراليا د سټراټيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ د مارچ په لومړۍ نېټه د "اويغوريانو پلورل: له شينجيانګ نه بهر" بيا زده کړه "، جبري کار او نظارت" تر نامه لاندې د پاليسۍ لنډ راپور خپور کړی او د لوېديځو رسنيو پرمټ يې د چين پر وړاندې د تورونو نوی پړاو پيل کړی دی.
د آسټرليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څيړنيز انسټيټيوټ د دغه هېواد د دفاع وزارت له لوري جوړ شوی دی. دغه انسټيټيوټ د مارچ په لومړۍ نېټه ياد لنډ راپور خپور کړ او د بريټانيا د بهرنيو او فدرالي چارو دفتر او د بريټانيا د استخباراتو ادارې لخوا هم تمويل شوی دی.
دغه ۵۶ پاڼې لرونکي راپور کې په ياد پلان کې د جبري کار کولو په اړه د کوم کارګر اصلي او مستندو شواهدو يادونه نه ده شوې . د امريکا د ګرې زون ويبپاڼې په وينا ، د استراليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ راپور دمخه خپاره شوي دوه راپورونه تقويه کوي. له دغو دوو راپورونو څخه يو يې د کمونيزم د قربانيانو د يادونې صندوق د لوړپوړي څېړونکي ادريان زېنز لخوا ليکل شوی و. دغه صندوق په ۱۹۸۳ کال کې د امريکا د حکومت لخوا تاسيس شوی دی.
د ادريان زېنز راپور اساس يوازې د افراطي تلويزيوني شبکې يو راپور دی. دغه تلويزيوني شبکه ډېر وختونه د يهوديانو ضد افراطيانو ته بلنه ورکوي چې د چين پر وړاندې د وسله وال جنګ غوښتنه کړې.
دا نه منوونکی راپور په کومې مشهورې علمي مجله کې نه دی خپور شوی ، خو په يوه داسې مجله کې چې د ناټو او امريکا د پخوانيو جاسوسانو لخوا يې رهبري کېږي.
وروستی راپور چې پر چين يې تور لګولی چې د اويغوري مسلمانانو پر وړاندې د "جبري کار" پلان پلی کوي ،په حقيقت کې د امريکا د نړيوالو ستراتيژيو د څېړنيز مرکز راپور دی. په دې راپور کې کوم نوي معلومات نه دي چمتو شوي ، بلکې د ادريان زېنز مقالې او د يوې نه خپرېدونکې مرکې پراساس مالومات پکې خپاره شوي دي. .
د امريکا د نړيوالو ستراتيژيو څېړنيز مرکز د امريکا د حکومت او پوځي ملګرو لخوا تمويل کېږي. دا مرکز د ډېرو وسلو پلورونکو ، انرژۍ شرکتونو او بانکونو څخه هم زياتې پيسې ترلاسه کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |