CRI Online

په وو هان ښار کې د کوويد ۱۹ له امله د مړه شويو کسانو شمېر اصلاح شو.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-17 16:26:49

د وو هان ښاري حکومت د اپريل په ۱۷مه نېټه په دغه ښار کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو او مړه شويو شمېر د اصلاح په اړه جزئيات خپاره کړل. اړوندو مسؤلينو سين هوا اژانس له خبريال سره مرکه کړې چې دلته يې رااخلو.

پوښتنه: ولې حکومت په وو هان کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو او مړه شويو شمېر اصلاح کړ؟

ځواب: کوويد ۱۹ د نوي چين له جوړېدو راهيسې په هېواد کې د روغتيا ضد تر ټولو لويه پديده ده چې د خپرېدو سرعت او پيمانه يې بې سارې ده او د کنټرول او وقايه يې تر ټولو ستونزمن دي. وو هان ښار د چين په دننه کې د دغه ويروس پر ضد د مبارزې د عمده ډګر په توګه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون او دولتي شورا تر قوي مشرۍ لاندې او د هو بۍ ولايت د ګوندي کمېټې او حکومت په مشخصې لارښوونې سره د ويروس د مخنيوي او کنټرول په موخه تر ټولو هراړخيز، جدي او سراسري اقدامات او تدبيرونه نيولي دي. دا چې اوس د دغه ښار په دننه کې د کوويد ۱۹ خپرېدل بند شوي او بهر ته د تګ راتګ پر مختلفو لارو او ترانسپورټي وسيلو بنديزونه هم لغوه شوي چې د ويروس د خپرېدو اړوندو شمېرو د بيا پلټولو او سمولو لپاره اسانتياوې برابرې کړې دي. د کوويد ۱۹ د مثبتې پېښې او له دې امله د مړينې په هکله ټول معلومات بايد پر وخت وړاندې شي او په څرګنده، شفافه او سمه توګه خپاره شي. د دغه ويروس د خپرېدو په سر کې له دې امله چې مختلفو روغتونونو د ناروغانو منلو وړتيا کمه درلوده، ځينو يې د ساري ناروغۍ د مخنيوي او وقايې له حکومتي سيستمونو سره خپلې اړيکې ډېرې ناوخته ټينګې کړې او پر غاړه يې تر اندازې زياتې درنې دندې اخيستې، نو په حقيقت کې د ځينو معلوماتو او شمېرو ناوخت يا ناسم وړاندې کول او د ځينو شمېرو تېرېدل موجود وو. نو موږ بايد د چين د ولسي جمهوريت د اړوندو قوانينو په رڼا کې په وو هان ښار کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو او مړه شويو شمېرونه بيا اصلاح کړې وای.

پوښتنه: د اړوندو شمېرو د اصلاح کارونه څنګه تر سره کېږي؟

ځواب: د وو هان ښار د دغه ويروس د مخنيوي او کنټرول قوماندانۍ په مسؤلانه توګه له واقعيتونو سره سم پخپله اړوندې شمېرې اصلاح کړې دي. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په وروستۍ لسيزه کې يادې قوماندانۍ يوه ځانګړې پلټونکې ډله جوړه کړې او د وو هان ښار د روغتيا کمېټې، د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول مرکز، د پوليسو، ملکي چارو، عدليې او احسايې له اړوندو څانګو څخه يو شمېر پرسونلو پر انترنيټ له يو لړ سيستمونو څخه په ګټې اخيستلو سره ټولې موجودې شمېرې چېک کړې، بيا يې پلټنې کړې او زيات معلومات يې پيدا کړي. دوی کلينيکونو، روغتونونو، لنډ مهالي روغتونونو، د قرنطين ځايونو، ولسي استوګنځايونو، بنديخانو او د زړو کسانو پالونکو ارګانونو په شمول اړوندو ځايونو ته تللي او د ټولو ناروغانو شخصي معلومات يې راغونډ کړي څو هر ناروغ واقعي او هره شمېره دقيقه وي.

پوښتنه: پر ويروس د اخته شويو په شمېر کې اوس څومره بدلون راغلی؟

ځواب: د اپريل د ۱۶مې نېټې تر پايه پورې په وو هان ښار کې د اخته شويو پخوانی شمېر ۵۰۰۰۸ و، خو د ځينو لاملونو په اثر له دې جملې څخه د ۲۱۷ تنو معلومات تکرار شوي او د ۵۴۲ تنو معلومات پخوا نه دي وړاندې شوي، نو اوسنی او واقعي شمېر ۵۰۳۳۳ دی.

پوښتنه: د مړه شويو په شمېر کې څه تغييرات راغلي؟

ځواب: د اپريل د ۱۶مې نېټې تر پايه پورې په وو هان ښار کې د مړه شويو خپور شوی شمېر ۲۵۷۹ و، له دې جملې څخه د ۱۶۴ تنو معلومات يا تکرار شوي يا د کوويد ۱۹ له امله نه دي مړه شوي او د نورو ۱۴۵۴ تنو معلومات پخوا نه دي وړاندې شوي، نو اوسنی او واقعي شمېر دې ۳۸۶۹ دی.

پوښتنه: د يادو شمېرو اصلاح څه اهميت لري؟

ځواب: د ژوند او روغتيا ساتنه د ولسي خلکو تر ټولو بنسټيزه اړتيا او هيله ده. د دغو شمېرو تر شا د ولسي خلکو ژوند، روغتيا او د حکومت باور هم څرګندېږي. پر کوويد ۱۹ د اخته شويو او مړه شويو شمېرو بيا اصلاح نه يوازې د ولسي خلکو ګټو د ساتلو او د ساري ناروغۍ پر ضد د علمي او اغېزمنو تګلارو د ټاکلو په ګټه دي، بلکې ترې د هر انسان ژوند ته درناوی هم ښکاري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای