CRI Online

تبصره: د امريکا هغه کړنه هيڅ دليل نه لري چې د روغتيا نړيوال سازمان ته به د غړيتوب فيس وځنډوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-18 15:20:37

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د عامې روغتيا له سخت بحران سره مخامخ ده، د امريکا ولسمشر څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان ته به د غړيتوب فيس وځنډوي. دغه کړنه د کوويد - ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ پر ضد د نړيوالې مبارزې لپاره، په تېره بيا په دې برخه کې د ډېرو وروسته پاتې هېوادونو او کمزورو ډلو لپاره ګټوره نه ده، نو نړيواله ټولنه پر دغې کړنې سختې نيوکې کړې دي.

په همدې وخت کې د امريکا حکومت د يادې کړنې موخه دا ده چې د دغه ويروس د وقايې په برخه کې خپلې ناکامۍ پټوي او اړوند مسؤليت پر نورو خواوو باندې اچوي. که څه هم د امريکا مشر په خبري ناسته کې د تش په نامه د ياد سازمان جرمونه په ډاګه کړل، خو رښتيا ده چې پر دغه سازمان د امريکا نيوکې بې دليله دي.

لومړی، امريکا پر دغه سازمان نيوکه وکړه چې په نامسؤلانه توګه يې د دغه ويروس د خپرېدو معلومات پټ کړي. سپين ته تور وايي او تور ته سپين وايي. د دغه ويروس له رامنځته کېدو راهيسې، د دغه سازمان کارونه او د دغه ويروس پرضد د مبارزې لپاره د امريکا ناکامي رښتيا ثابتوي.

دوهم، امريکا د دغه سازمان غندنه وکړه چې په نامعقوله توګه په چين کې د دغه ويروس د خپرېدو حالت ارزوي او د چين دفاع کوي. د امريکا دغه غندنه په حقيقتونو باندې سترګې پټول دي.

درېيم، امريکا دې ته اشاره وکړه چې دغه سازمان د دغه ويروس د خپرېدو په سر کې د سفر د محدوديت له حکم سره مخالفت کړی چې دا ستره غلطي ده. د امريکا دغه تور هم بې دليله دی.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر له ۲ مليونه او ۱۵۰ زرو څخه اوښتی دی او د دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول حالات ډېره بيړنۍ دنده ده، نو امريکا بايد سمدلاسه د دغه ويروس له سياسي کېدو څخه لاس واخلي او د دغه ويروس پر ضد د مبارزې لپاره د نړيوالو همکاريو مدار ته راستنه شي. يووالی او همکاري دغه ويروس ته د ماتې ورکولو ستره وسيله ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای