CRI Online

انټونيو ګوټريس: نړيواله ټولنه بايد د پرمختيايي هېوادونو د پورونو د کمښت لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-18 15:21:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اپريل په ۱۷مه نېټه څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه بايد د پورونو د جبرانولو د ځنډېدلو او د پورونو د تبادلو په شمول د ګڼ شمېر تدبيرونو له لارې د افريقايي هېوادونو په شمول د پرمختيايي هېوادونو د پورونو د کمښت لپاره هڅې وکړي، څو د مالي او اقتصادي بحران د رامنځته کېدو مخه ونيول شي.

نوموړي په همدې ورځ د نړيوال بانک، نړيوال پولي صندوق او د افريقايي هېوادونو د ټولنې لخوا په يوه عالي رتبه ويډيويي ناسته کې وويل، د کوويد-۱۹ ويروس ساري ناروغۍ نه يوازې د روغتيا بحران، بلکې د بشريت پر وړاندې يو بحران دی. په دې حال کې به نه يوازې دغه ويروس په زياتو هېوادونو کې خپرېږي، بلکې د بې کارۍ حالات او د بشر دوستۍ بحران هم په زياتو هېوادونو کې رامنځته شي، نو نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د يادو مسئلو د ليرې کولو لپاره مثبت تدبيرونه ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای