CRI Online

د نړيوال بانک مشر له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د طبي توکو لېږدول تامين کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-18 16:43:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال بانک مشر داويد مالپاس د اپرېل په ۱۷مه نېټه وويل چې د کوويد-۱۹ ويروس د ناروغۍ په وړاندې بېلا بېل هېوادونه بايد د سوداګرۍ ازاد بند نه کړي په تېره بيا د طبي توکو صادرات دې بند ونه کړي. هغه وويل چې چين نورو هېوادونو ته طبي توکي برابر کړي.هغه د دې ډېر هرکلی کوي.

مالپاس په همدې ورځ په ويډيويي خبري ناسته کې وويل چې هغه نه غواړي بېلا بېل هېوادونه د ساري ناروغۍ په پلمه د طبي توکو صادرات بند کړي، خو بايد د بازار رول ولوبوي ترڅو توکي اړينو ځايونو ته ولېږدول شي. هغه وويل چې لوی هېوادونه بايد لومړۍ ژمنه وکړي چې د بحران پر وړاندې به بازار نه بندوي.

مالپاس وويل چې نړيوال بانک له يادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره چټک او پراخ عمليات کړي چې په ۶۴ هېوادونو کې د روغتيا بيړنۍ نوې پروژې پيل شوې او د روانې مياشتې تر پای پورې به په سلګونو هېوادونو کې دغه پروژې پلې شي .

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای