CRI Online

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر غواړي ځان له مسؤليت خلاص کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-18 16:48:43

د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر پر ځايي وخت د اپرېل په ۱۶مه نېټه له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې پر چين نيوکه وکړه چې د ساري ناروغۍ په اړه د چين راپورونه "ګمراه کوونکي" او "غير شفاف" دي. دا دروغ د امريکا د يو شمېر نورو سياستوالو د خبرو په څير دي.دا يوازې د مسؤليت څخه د ځان خلاصولو او لېرې کولو لپاره يوه پلمه ده او هېڅ څه نوي نه دي.البته ، د ايسپر د دفاع وزير دندې په پام کې نيولو سره ، دا ځل د هغه "فعاليت" نشي کولی خلکو سره مرسته وکړي چې د امريکا پوځ د ساري ناروغۍ وضعيت په اړه يې اندېښمن کړي.

دا په ګوته شوې ده چې په همدې ورځ چې هغه يادې څرګندونې وکړې، د امريکا سمندري پوځ ويلي چې د سيودوري روسيويلټ په نوم د الوتکه وړونکې بيړۍ کې پر کوويد- ۱۹ ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر نور هم زيات شوی او د ازموينې له پايلې سره سم تر اوسه پورې ۶۵۵ تنه پر يادې ناروغۍ اخته شوي دي. له دې مخکې د الوتکې يوه عمله په ياد ويروس پورې د اړوندې ناروغۍ له امله مړ شوی و.

د سيودوري روسيويلټ بيړۍ نه پرته، د امريکا د رونالډ ريګن په ګډون نورو ۳ بيړيو کې هم په جلا جلا توګه ناروغان تشخيص شوي دي. د امريکا رسنيو په دې وروستيو کې د امريکا پوځ د انتان يوه نقشه" خپره کړې او ويلي يې دي چې د دغه هېواد په ۴۱ ايالتونو کې له ۱۵۰څخه ډېرو پوځي اډو کې پر کوويد- ۱۹ ويروس اخته شوي ناروغان پيدا شوي چې تر ټولو سخت يې سمندري پوځ دی.په راپور کې ويل شوي چې د امريکا د اردو معلومات غير شفاف دي چې د ډېرو خواوو نارضايتۍ لامل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای