CRI Online

پومپيو نړۍ ته يو ځل بيا خپل بې اعتباره مخ وښودلو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-18 16:52:55
د امريکا مشرانو پر ځايي وخت د اپرېل په ۱۵مه نېټه د کوويد- ۱۹ ويروس د سرچينې په اړه له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل چې دوی په دې برخه کې ډېر شيان اوري او ويلي چې"تفصيلي تحقيقات" به ترسره کړي.تر هغه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مرکې په وخت کې يو ځل بيا افواه کړې چې "ويروس په ووهان کې رامنځته شوی" او ګواښ يې کړی چې د چين حکومت بايد په دې اړه څرګندې خبرې وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې په امريکا کې د سختې ناروغۍ پر وړاندې د "مسؤليتونو څخه د ځان خلاصولو او د لرې کولو لپاره د امريکا د يو شمېر سياستوالو کړۍ ډېرې شوې او د دوی ملامت ضمير او ويره هم څرګنده شوې ده .

خلکو وليدل چې يوه ورځ مخکې پومپيو د چين د بهرنيو چارو له لوړپوړي چارواکي سره ټلېفوني خبرې وکړې. پومپيو په خبرو کې وويل چې ساري ناروغۍ د نړيوالې ټولنې پر وړاندې ګډه ننګونه ده، امريکا غواړي له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په پر له پسې توګه د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره تماسونه او همغږي پياوړې کړي.

د امريکا سياستوال په لنډه موده کې له خپلو خبرو څخه شا ته کېږي او يو ځل يې د وبا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې د چين او امريکا له همکارۍ څخه يو اړخيزې نيوکې او حملو ته مخ واړوه او هم يوځل بيا يې نړۍ ته خپل بې اعتباره مخ ښودلی دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای