CRI Online

ژوند ته لومړيتوب ورکول په چين کې د ناروغۍ ضد مبارزه کې تر ټولو مهمه تجربه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-04-19 15:32:15

د چين د روغتيا ملي کميټې چارواکي په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې په وو هان کې د ۸۰ کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي ۲۵۰۰ ناروغان تشخيص شوي او د درملنې بريالۍ کچه يې شاوخوا ۷۰سلنه ده چې په کې ۷ تنه سل کلن کسان روغ او رخصت شوي دي. د درملنې لپاره تر ټولو سختې ډلې په توګه ، د لوړ عمر لرونکو کسانو د درملنې کچه لوړه ده، له دې څخه د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د چين اصول تائيد شوي چې ژوند ته لومړيتوب ورکول دي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غونډه د اپرېل په ۱۷مه نېټه ترسره شوه او غوښتنه يې وکړه چې هو بۍ ولايت او ووهان ښار بايد د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول کارونه په ښه توګه ترسره کړي او بايد د سختو ناروغانو درملنه وکړي او ښه پاملرنه ورته وکړي.

څو ورځې مخکې د ريوټرس خبري اژانس ويلي و چې د چين "سخت او مشکل اقدامات" په سلګونو زره خلک له ويروس څخه خوندي کړي.د هر انسان ژوند يوازې يو ځل دی. مهمه نده چې کوم ډول ټولنيز سيسټم ، درناوی او د ژوند ساتنه بنسټيزه کرښه ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای