CRI Online

په ترکيه او ايران کې د تشخيص شويو ناروغانو شمېر له ۸۰ زره څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-19 15:33:37

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د منځني ختيځ سيمې يو شمېر هېوادونو د اپرېل په ۱۸مه نېټه د کوويد-۱۹ ويروس د ناروغۍ په اړه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې په ترکيه او ايران کې تر همدې ورځې پورې څه د پاسه ۸۰ زره ناروغان تشخيص شوي دي. ډېرو هېوادونو د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول پاليسۍ تنظيم کړې. ځينو هېوادونو اړوند بنديزونه او بيړنۍ حالت غځولی او ځينو هېوادونو اعلان کړی چې دوی به ځينې محدوديتونه لرې کړي.

د ترکيې د روغتيا کميټې د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې نوي ۳۷۸۳ تنه پر يادې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه پورې په دغه هېواد کې ۸۲۳۲۹ تنه تشخيص شوي او ۱۸۹۰ تنه مړه شوي دي. په ترکيه کې د تائيد شويو ناروغانو شمېر په همدې ورځ د ايران لخوا خپاره شوي رقم څخه ډېر شوی . دغه راز په ترکيه کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر په منځني ختيځ کې تر ټولو زيات دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای