د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د اپريل د ۱۹مې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په ګرده نړۍ کې ۸۱۱۳۲ تنه تازه پر کوويد-۱۹ اخته شوي او عمومي شمېر يې ۲۱۵۷۱۵۸ ته رسېدلی دی.
د ټولې نړۍ په کچه د تېرې ورځې په نسبت په دې ويروس د اخته کېدنې پېښې ۸۱۱۵۳ زياتې شوې او عمومي شمېر يې ۲۲۴۱۳۵۹ ته رسېدلی، د دې ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۶۴۶۳ تنه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۱۵۲۵۵۱ ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |