CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان له G20 څخه وغوښتل چې له کوويد-۱۹ سره له نړيوالې مقابلې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-20 11:43:26
د روغتيا نړيوال سازمان له G20 څخه وغوښتل چې له کوويد-۱۹ سره له نړيوالې مقابلې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم د اپريل په ۱۹مه نېټه د G20 له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د ساينس او پوهنې تر لارښوونې لاندې په کلکه اراده له کوويد-۱۹ سره له نړيوالې مقابلې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

تدريس په همدې ورځ د G20 د روغتيا له وزيرانو سره په ټوله نړۍ کې د ياد ويروس د وقايې او کنترول په اړه يوه ويډيويي غونډه ترسره کړه او و يې ويل، که څه هم دغه ويروس د G20 پر ټولو غړو هېوادونو منفي اغېزې کړې او دغه هېوادونه د دې ويروس ضد د مبارزې په مختلفو پړاوونو کې دي، خو د خوشحالۍ وړ ځای دا دی چې يو شمېر هېوادونه پلان لري چې د قرنطين تدبيرونه کم کړي. ( هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای