CRI Online

په افريقا کې څه باندې ۲۰ زره کسان پر کوويد-۱۹ اخته شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-20 12:06:35
په افريقا کې څه باندې ۲۰ زره کسان پر کوويد-۱۹ اخته شوي دي

اوس په افريقا کې څه باندې ۲۰ زره کسان پر کوويد-۱۹ اخته شوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم وويل، له دې امله چې په افريقايي هېوادونو کې د کوويد-۱۹ د ازموينې لپاره کيټونه کافي نه دي، نو پر دې ويروس د اخته کسانو واقعيی شمېر ښايي تر دې لا زيات وي. د م م او د نړيوال وجهي صندوق راپورونه ښيي چې دغه ويروس به د افريقا په ډېرو هېوادونو باندې سختې منفي اغېزې وکړي.

د افريقايي اقتصاد په اړه د م م کمېټې څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړ چې ښايي په افريقا کې ۳ لکه کسان د ياد ويروس د منفي اغېزې له امله مړه شي، مستقيم لامل دا دی چې په افريقا کې د دې ويروس د خپرېدو له امله به د دې سيمې د اقتصادي پرمختګ اندازه له ۳.۲ سلنې څخه ۱.۸ سلنې ته راټيټه شي او په دې توګه به نږدې ۲۷ ميليونه کسان په سخت بېوزليتوب کې پاتې شي.

د نړيوال وجهي صندوق په راپور کې وړانديز شوی چې له صحرا څخه په جنوب کې پراته ۴۵ افريقايي هېوادونه بايد د مالي تګلارو په ټاکلو کې د عامې روغتيا چارو ته لومړيتوب ورکړي. دا يو واقعيت دی چې افريقا په بېلا بېلو برخو کې د نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو قومي ملاتړ ته اړتيا لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای