د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې لومړي وزير ايدوارد فيليپ د اپريل په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، اټکل کېږي چې سږ کال به د فرانسې اقتصادي اندازه ۸ سلنه ټيټه شي، د هېواد مال او ثروت به کم شي. دا له ۱۹۴۵ کال راهيسې د فرانسې اقتصاد تر ټولو سخته کمزورتيا ده .
هغه وويل، د فرانسې حکومت د اقتصاد په برخه کې د لويې پيمانې مرستندويه تدبيرونه نيولي. تر اوسه پورې په دې هېواد کې د بېکاره کسانو شمېر ۹ ميليونو ته رسېدلی او حکومت په دې برخه کې ۲۴ مليارډه يورو مرستندويه پيسې برابرې کړي. برسيره پر دې حکومت ۱۳۰ زرو تصديو ته د ۳۰۰ ميليارډو په ارزښت پورونه برابر کړي دي. د فرانسې پارلمان به د راتلونکې مۍ مياشتې تر ۱۱ نېټې وروسته د اړوندو تدابيرو په اړه بحث وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |