CRI Online

د شلو هېوادونو ډلې د روغتيا وزيرانو تر منځ ويډيويي کنفرانس تر سره شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-20 12:36:39

د شلو هېوادونو ډلې د روغتيا وزيرانو تر منځ ويډيويي کنفرانس د اپريل په نولسمه نېټه تر سره شو. د چين د طب او روغتيا ملي کمېټې منشي ما شياو وې له دغې ډلې څخه غوښتنه وکړه چې په ټوله نړۍ کې د روغتيامند ناڅاپي پيښو د حلولو په موخه په مداومه توګه د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ملاتړ وکړي ترڅو دغه سازمان لارښوونکي او همغږونکي رول ولوبوي.

د چين د طب او روغتيا ملي کميټې منشي ما شياو وې په ويډيويي کنفرانس کې وويل چې په څه دپاسه دريو مياشتو کې د ډېرو هلو ځلو په پايله کې د چين په دننه کې د کووييد نولس ويروس ساري ناروغۍ نسبتاً کنټرول شوې او د توليدي او ټولنيز نظام د بير ته اعاده کېدو په حال کې دی، خو چين لا هم هوښيار او بيدار دی. چين د ساري ناروغۍ له پيدا کولو څخه راپدې خوا تل پر وخت په پرانيستې، شفافه او مسئولانه توګه د روغتيا نړيوال سازمان په شمول له نړيوالې ټولنې سره مالومات شريک کړي او کوي يي. چين د جنورۍ په درېيمه نېټه لومړی د روغتيا نړيوال سازمان ته راپور ورکړ چې د سږو يوه ناپېژندنه ناروغۍ پيدا شوې، د همدې مياشتې په يوولسمه نېټه يې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د کووييد نولس ويروس د DNA شريک کړ چې په ټوله نړۍ کې د ساري ناروغۍ د څارنې لپاره يې طبي شواهد برابر کړل او دغه راز د همدې مياشتې له شلمې نيټې څخه تر يوويشتمې نيټې پورې يې د دغه سازمان پوهانو ته بلنه ورکړه چې له وو هان ښار څخه ليدنه کتنه وکړه. د فبرورۍ په منځنۍ موده کې د چين او د دغه سازمان د پوهانو ګډ ګروپ په بېجينګ، ګوانګ دونګ ولايت، سی چوان ولايت او وو هان ښار کې کې د نهو ورځو لپاره د نظارت او څارنې کارونه تر سره کړل او د څارنې راپور يې خپور کړ چې په ټوله نړۍ کې يې د دغې ساري ناروغۍ د وقايې او مخنيوي طريقه شريکه کړه. چين په پر له پسي ډول د ساري ناروغۍ د وقايې او درملنې لارې چارې بشپړې کړې او د انټرنيټ له لارې يې له ټولې نړۍ سره خپلې لايحې شريکې کړې دي.

ما شياو وې د شلو هېوادونو له ډلې څخه غوښتنه وکړه چې له څو اړخيزم څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د روغتيامند ناڅاپي پيښو د حلولو په موخه د روغتيا نړيوال سازمان رول ته پاملرنه وکړي. موږ د شلو هېوادونو ډلې له غړو څخه غوښتنه کوو چې د خپل هېواد د حالت له مخې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول او د ناروغانو د درملنې توان پياوړی کړي، د دوا او واکسين د څيړنې او د ساري ناروغۍ د وقايې په ترڅ کې خپلمنځي همکارۍ وکړي او په اغيزمنه توګه د مختلفو هېوادونو تر منځ د ساري ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسي. موږ هېله لرو چې نړيواله ټولنه په ګډه اتحاد وساتي او له جعلي خبرو، تورونو، بدنامولو او تبعيض سره ټينګ مخالفت وکړي.

ما شياو وې وړانديز وکړ چې له هغو هېوادونو سره دې مرسته وشي چې روغتيايي سيستم يې ضعيف دی. چين به په پر له پسي ډول د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په ويبسايټ کې له نورو څخه د ملاتړ په اړه نوي مالومات وړاندې کوي او د ناروغانو د درملنې او د دغې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي طريقې شريکې کړي او له اړوندو هېوادونو سره به مرسته وکړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس وويل چې دا ډېره ښه ده چې د شلو هېوادونو ډلې ځيني هېوادونه پلان لري چې د قرنطين تدبيرونه کم کړي، خو بايد دغه کار په پړاويزه توګه ګام په ګام عملی کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د قرنطين تدبيرونو لغوه کول په دغو هېوادونو کې د ساري ناروغۍ د پای ته رسيدو مانا نه ده . راتلونکی پړاو ډېر مهم دی چې بېلا بېل هېوادونه څنګه خلک تشويق کړي چې له ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي. د ساري ناروغۍ د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي لپاره بايد د دغو پيښو د پيدا کولو او تشخيص توان پياوړی شي.په راتلونکې کې به پر وخت د ناروغانو د پيدا کول او درملنه او د مشکوکو ناروغانو څارنه تر ټولو کيليدی کارونه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای