د روغتيا نړيوال سازمان څه موده مخکې د خبرداري په ورکولو سره وويل چې د کوويدـ۱۹ ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په همدې وخت کې بايد د جعلي او ناسمو مالوماتو د خپرېدو مخه ونيول شي. زيات شمېر جعلي او ناسممالومات د واقعي مسئلو د حلولو په ترڅ کې خنډونه جوړولی شي.
د اکسفورډ پوهنتون د ريوتيرس انسټېټيوټ د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې د کوويد- ۱۹ ويروس په هکله ۲۲۵ اړوند مالومات تحليل کړي چې د حقيقتونو د څيړونکو لخوا د جعلي او غلطو لارښوونې لرونکو مالوماتو په توګه ګڼل کيږي. د دغو جعلي مالوماتو په سلو کې ۸۸ برخه په انټرنيټ کې خپره شوې ده.
په تاريخ کې هر ځل د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدلو په همدې وخت کې د جعلي مالوماتو د خپرېدو حالت موجود و. دا ځل د کوويد -۱۹ ويروس په هکله ډول ډول مالومات د پرمختللو ټولنيزو خبري رسنيو له لارې خپرېږي. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس وړانديز کړی چې په انټرنيټ کې بايد واقيعتونه او علمي پوهنې خپرې شي او ناسم مالومات دې له منځه يووړل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |