CRI Online

د روان کال په لومړي موسم کې د چين اقتصادي پرمختګ منفي اندازې ته بايد په څه رويه وکتل شي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-04-20 15:12:18

د روان کال په لومړي موسم کې د چين اقتصادي پرمختګ منفي اندازې ته بايد په څه رويه وکتل شي؟

د روان کال په لومړي موسم کې د چين د توليداتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت منفي ۶.۸ سلنه دی، دغه شمېر له ۱۹۹۲ کال راهيسې تر ټولو ټيټ دی. خو د اقتصاد څېړونکي او بازار په دې اړه اندېښنه نه لري او په همدې ورځ د چين په اسهامو بازار کې ګراف ډېر زيات شو.

ولې د اقتصاد دغه شان ټيټ شمېر پر وړاندې اقتصادي شخصتونه اندېښمنه نه لري؟

لومړی، د چين د تصديو او اقتصاد کړنې د کوويد-۱۹ له امله په لنډمهالي توګه ځنډېدلي دي. دوهم، د عمومي حالاتو له لحاظه په چين کې د خلکو د ژوند اړتيا وړ بنسټيزو چارو او د وقايوي توکو عرضه او پرمختګ ثابت دی. درېيم، د چين بازار لويه پيمانه لري، د کارګرو ښې سرچينې او د عرضې اغېزناک سيستم شتون لري، نو د اقتصاد د بياعادي کېدو لپاره ښه بنسټ لري.

د څېړونکو په اند، په تېر مارچ کې د چين اقتصادي ګرافونه د جنورۍ او فبروۍ په پرتله ډېر ښه شوي او د چين اقتصاد له تر ټولو سختې مودې تېر شوی، په عين وخت کې چين به په دوامداره توګه د اقتصاد د بيااعاده کېدو لپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړي. د نړيوال وجهي صندوق د اټکل له مخې، د کوويد-۱۹ د اغېزې تر پای ته رسېدلو وروسته به ښايي په ۲۰۲۱ کال کې د چين په اقتصادي پرمختګ کې ۹.۲ سلنه زياتوالی وښيي. (هيله

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای