CRI Online

دا د امريکايي سياستوالو نااخلاقي کړنه ده، چې له مړو شويو کسانو څخه د سياسي وسيلې په توګه کار اخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-20 21:03:39

د امريکا ولسمشر په دې وروستيو کې ا پر چين بيا بيا نيوکه کړې چې په دې هېواد کې د کوويد- ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو خپور شوی شمېر له حقيقت څخه ټيټ دی. هغه خپلو خبرو کې د لسو هېوادونو بېلګې يادې کړې چې په امريکا کې پر دغې ناروغۍ له يو لک اخته کسانو څخه د مړينې اندازه ۱۱.۲۴ ده چې دا رقم د هسپانيې، فرانسې او ايټاليې په پرتله ټيټ دی، نو شک يې څرکند کړ چې دا کار له امکان نه ليرې ښکاري چې په چين کې پر دغې ناروغۍ له يو لک اخته کسانو څخه د مړو شويو کسانو اندازه ۰.۳۳ ده. نوموړي تر دې مخکې په ټولنيزه خبري رسنۍ کې بې بنسټه خبر ورکړی و، چې په چين کې د مړو شويو کسانو شمېر د امريکا په نسبت ډېر زيات دی.

په داسې حال کې چې په امريکا کې د ياد ويروس د خپرېدو وضعيت مخ پر سختېدو دی او د حکومت په اړه د امريکا د خلکو ناخوښي زياتيږي، خو د امريکا د حکومت مشران بيا پر چين بې بنسټه تورونه لګوي او غواړي چې د دغو لفظي بريدونو له لارې خپل مسئوليت پر چين ور واچوي، تر څو د چين او نړيوالې ټولنې ترمنځ دښمني راوپروي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

( د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکنه)

اوس دوی له مړو شويو کسانو څخه د سياسي وسيلې په توګه استفاده کوي او د مړينې شمېر د سياسي سيالۍ په توګه بولي او ټول يې دروغ جوړ کړي دي، د دوی عملونه ښيي چې دوی له سخت کورني فشار سره مخ دي او ليونيان کړي يې دي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی او وايي چې د جمهوريت غوښتوونکي ګوند د غړو په اند دا د ټولټاکنو د ګټلو ډېره ګټوره لار ده چې د ويروس د خپرېدو مسئوليت پر چين اچوي.

په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول په چارو کې د ژوند ژغورل لومړی کار دی. د چين ووهان ښار د اپريل په ۱۷مه نېټه په دغه ښار کې د کوويد-۱۹ ويروس پر ساري ناروغۍ د اخته کسانو او د مړو شويو کسانو د شمېرو د سمولو اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر له ۲۵۷۹ تنو څخه ۴۶۳۲ تنو ته پورته شو او پر مخکيني شمېر ۱۲۹۰تنه نور وراضافه شول.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دې ته اشاره وکړه چې د ساري ناروغۍ د اړوندو شمېرو سمول په نړۍ کې عام او د منلو وړ کار دی. د دغې ناروغۍ د رامنځته کېدو په لومړي وخت کې د ناروغانو شمېر په لنډ وخت کې ډېر زيات شوی و او د طبي څانګو توان نسبتاً کم و او طبي کارکوونکي د ناروغانو په درملنې بوخت وو، نو په راپورونو کې وخت نا وخت، کمزورې او ناسمې پېښې رامنځته شوې، خو د شمېر پټولو نيت شتون نه درلود او د چين دغه عمل د نړيوالې ټولنې له خوا هم منل شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای