CRI Online

له چين پرته په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۲۳۰۳۸۴ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-21 10:42:38
له چين پرته په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۲۳۰۳۸۴ ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۰مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۲۳۰۳۸۴ ته رسېدلی.

د ياد سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د اپريل تر لسو بجو پورې له چين پرته په ګرده نړۍ کې د تېرې ورځې په نسبت پر دې ويروس ۷۲۸۱۰ تنه تازه تشخيص شوي او عمومي شمېر يې ۲ ميليونو ۲۳۰ زرو ۳۸۴ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۲۹۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۱۵۳ زرو ۲۰۵ ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای