CRI Online

د قرنطين تدبيرونه کمول د کوويد-۱۹ وبا د پای ته رسېدو معنا نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-04-21 10:45:20
د قرنطين تدبيرونه کمول د کوويد-۱۹ وبا د پای ته رسېدو معنا نه لري

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۰مه نېټه يو ځل بيا وويل چې که څه هم يو شمېر هېوادونه پلان لري چې د قرنطين تدبيرونه کم کړي، خو دا د دې ښکارندويي نه کوي چې د کوويد-۱۹ وبا خطر پای ته رسېدلی دی.

د ياد سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل د قرنطين تدبيرونه کمېدل دا معنا نه لري چې په کوم هېواد کې دغه وبا پای ته رسېدلی. د کوويد-۱۹ خپرېدو ختمېدلو لپاره د خلکو، ښارګوتو او حکومت دوامدارو کوښښونو ته اړتيا شته. هغه له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې دا تضمين کړي چې هر ناروغ ازموينه، تشخيص، قرنطين او درملنه دې وشي او ور سره ټول تماس نيونکي يې دې پيدا شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای