د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د ليکود ګوند مشر او د دې هېواد لومړي وزير نيتانيا هو د اپريل په ۲۰مه نېټه په بيت المقدس کې د ابي او سپين ګوند له مشر او نوي پارلماني مشر بنی ګانټز سره د ګډ حکومت د جوړېدو په اړه تړون لاسليک کړ. دغه راز په دې هېواد کې د کابينې جوړېدو رکود پای ته رسېدلی.
د دې تړون له مخې به نيتانيا هو د ګډ حکومت د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي او د ماموريت موده به يې تر ۱۸ مياشتو پورې دوام ولري. بنی ګانټز به د مرستيال لومړي وزير او د دفاع وزير په توګه وټاکل شي. د نيتانيا هو د ماموريت مودې تر پای ته رسېدو وروسته به ګانټز د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي او نيتانيا هو به د مرستيال لومړي وزير په توګه وټاکل شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |