CRI Online

د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګريزو خبرو اترو دوهم پړاو پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-21 10:51:14

د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګريزو خبرو اترو دوهم پړاو پيل شو

د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګريزو خبرو اترو دوهم پړاو د اپريل په ۲۰مه نېټه پيل شو.

د کوويد- ۱۹ له امله، د دواړو خواوو ترمنځ دغه خبرې اترې د ويډيويي غونډې له لارې ترسره کېږي او د روانې مياشتې له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام ولري. دواړه خواوې به د توکو، خدمتي سوداګرۍ او مساوي سيالۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړي.

د خبري رسنيو د اټکل له مخې، دواړو خواوو د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره هيله وښودله چې په راتلونکی جون مياشت کې يو چوکاټي تړون لاسليک کړي، دغه راز به دواړه خواوې تر شلمې نېټې وروسته ډېرې خبرې اترې وکړي. خو د کوويد-۱۹ ويروس او اقتصادي کمزورتيا له امله د دغو خبرو اترو پر وړاندې ډېرې ستونزې شتون لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای