CRI Online

استراليايي کارپوه: هېڅ داسې شواهد نشته چې کوويد ۱۹ دې په لابراتورونو کې په مصنوعي توګه رامنځته شوی وي.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-21 11:38:31

د استراليا د سيدني پوهنتون (University of Sydney) ويروس پوه پروفيسر ايدوارډ هولمس په دې وروستيو ورځو کې څرګندې کړې ده: تر اوسه پورې هېڅ داسې شواهد نشته چې کوويد ۱۹ دې په لابراتورونو کې په مصنوعي توګه رامنځته شوی وي.

يوې نړيوالې څېړونکې ډلې چې د استراليا د سيدني پوهنتون (University of Sydney) ويروس پوه پروفيسر ايدوارډ هولمس پکې ګډون کړی، ناول کرونا ويروس د جينتيک جوړښت په اړه يو لړ څېړنې کړې او په تېر مارچ کې د Nature Medicine په نوم د برېتانيا په يوه مجله کې د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړې ده: له يو لړ علمي شواهدو څخه ثابتېږي چې ناول کرونا ويروس يعنې کوويد ۱۹ په طبيعت کې پخپله رامنځته شوی دی. پروفيسر ايدورډ په دې اند دی چې په مصنوعي توګه د دغه ويروس د جوړېدو په اړه د ځينو کسانو ګومان هېڅ علمي شواهد او اساس نه لري.

(اواز)

که ځينې کسان غواړي چې يو ډول کرونا ويروس جوړ کړي، عموماً دوی بايد په لابراتورونو کې د څو موجودو کرونا ويروسونو له فرعي څانګو څخه يوه فرعي څانګه انتخاب کړي، بيا دې انتخاب شوې فرعي څانګه وروزي. خو کوويد ۱۹ په لابراتوارونو کې د جوړو شويو کرونا ويروسونو سره هېڅ ورتوالی نه لري. نو ځکه موږ يقين لرو چې په لابراتورونو کې د کوويد ۱۹ د جوړېدو په اړه ګومان ناسم دی او له واقعيتونو سره هېڅ سمون نه لري.

د استراليا ګريفيس پوهنتون(Griffith University)د کوينسلانډ مېنځيس روغتيا څېړنې انستتيوټ د ساري ناروغيو او د بدن ساتنې سيستم پروژې مسؤل نايجل مېکميلان زموږ خبريال ته وويل: تر اوسه پورې له ټولو شواهدو څخه دا ثابتېږي چې کوويد ۱۹ پخپله په طبيعت کې رامنځته شوی دی، نه د انسانانو لخوا په مصنوعي توګه. هغه څرګنده کړه چې موږ د نړۍ په چوکاټ کې زيات سمپلونه راغونډ کړي او ترې څرګندېږي چې له کوويد ۱۹ سره تر ټولو ورته دوه ډوله ويروسونه په اسمان څکاليو او مانيسونو کې پيدا کېږي. دا چې ولې دغه دوه ډوله ويروسونه سره يو ځای شوي او په کوويد ۱۹ بدل شوي، موږ به په دې اړه بيا هم څېړنې وکړو. خو هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ويروسونو ياد شوی بدلون په طبيعي توګه منځته راغلی، نه په مصنوعي توګه.

(اواز)

تر ټولو ستره ځانګړتيا د ويروسونو په جينتيک جوړښت کې ستر بدلونونه دي، ځينې يې له پروتين سره تړاو لري، خو ځينې يې نه. د د طبيعي تغيراتو په بهير کې موږ دغه دوه ډوله بدلونونه کتلای شو چې د پېښېدو انډول يې تقريباً يو شان دی. خو په مصنوعي جوړو شويو ويروسونو کې يوازې د پروتين جينتيک جوړښت بدلېږي. نو له دې څخه څرګندېږي چې کوويد ۱۹ طبيعي دی، مصنوعي جوړ شوی نه دی.

د ښاغلي مېکميلاند په نظر د کوويد ۱۹ رامنځته کېدل عجيبه خبره نه ده. هغه په دې اړه زياته کړه چې سيانس پوهان تل د نويو ويروسونو د پيدا کولو په هڅه کې دي او د مختلفو هېوادونو حکومتونو د نويو رامنځته کېدونکو ويروسونو سره د مقابلې خپل بېل ميکانيزمونه هم جوړ کړي دي.

(اواز)

پخوا مو پر SARS او MERS زياتې څېړنې کړې، نو د کرونا ويروس په اړه لږ څه معلومات لرو. د دغه ډول ويروس ناڅاپه بدلون پخوا پېښ شوی او ښايي په راتلونکې کې بيا رامنځته شي. دا د کارپوهانو لپاره دومره عجيبه خبره نه ده.

نوموړي اټکل کړی چې انسانان به په راتلونکې کې بيا هم د ساري ناروغيو له ورته ننګونې سره مخامخ وي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پخوانۍ تجربې هيرې نه کړو او د شويو تېروتنو مخنيوی وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای