CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: له امريکا څخه مو هېڅ مالومات نه دي پټ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-21 11:50:50

د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۰مه نېټه د کوويد-۱۹ په اړه يوه خبري ناسته ترسره کړه. د دې سازمان د روغتيايي بيړنيو پروژو مسئول مايکل ريان په دې ناسته کې وويل د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې د امريکا د ناروغۍ کنټرول مرکز ۱۵ تنه کارکوونکو د کوويد-۱۹ په اړه له دې سازمان سره همکارۍ کړې، برسيره پر دې، د امريکا حکومت دوه تنه دايمي خدمتي کارکوونکو تل د دې سازمان په پروژه کې کار کړی او کوي يې.

مايکل ريان دې ته اشاره وکړه چې د امريکا حکومت ډېرو کارکوونکو د ساري ناروغۍ د مالوماتو او خطرونو د ارزونې په برخه کې د روغتيا له نړيوال سازمان سره همکارۍ کړې او کوي يې. د دې سازمان عمومي مدير تدريس ادهانوم وويل، له دې څخه ښکاري چې د روغتيا نړيوال سازمان له پيل څخه له امريکا څخه هېڅ مالومات نه دي پټ کړي، دغو امريکايي کارکوونکو هم د خپلو کارونو په اړه مالومات خپل هېواد ته وړاندې کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای