CRI Online

د امريکا د اومو نفتو سپارښتنې بيه په لومړي ځل له صفر نه منفي ته ټيټه شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-21 11:58:53

د امريکا د لوېديځ تکساس انټرميديات West Texas Intermediate د اومو نفتو سپارښتنې بيه د اپريل په ۲۰مه نېټه په لومړي ځل له صفر نه منفي کچې ته ټيټه شوې. دا د نفتو د سوداګرۍ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې داسې حالت رامنځته شوی چې د نفتو خرڅلاو خوا بايد اخيستونکې خوا ته پيسې ورکړي.

د رويترز اژانس د خبر له مخې، د نفتو سوداګر بايد د اپريل تر ۲۱مې نېټې پورې په راتلونکې مې مياشت کې د اومو نفتو تجارتي تړونونه خلاص کړي. ګڼ شمېر سوداګرو تر دې نيټې مخکې په خپلو لاسونو کې تړونونه په ټيټه بيه پلورلي، څرنګه چې اوس په امريکا کې د اومو نفتو زېرمې ډېرې زياتې دي. د امريکا د انرژۍ مالوماتي ادارې د اپريل په ۱۵مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې تېره اوونې په دې هېواد کې د اومو نفتو زېرمې ۱۹ ميليونه ۲ لکه بليره زيات شوي او دا په تاريخ کې بې ساري زياتېدنه ده.

د څېړوونکو په اند، اوس د نفتو عرضه تر تقاضا ډېره زياته ده، نو د اومو نفتو بيه هم ډېره ټيټه شوې ده .(هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای