د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۰مه نېټه به د نړيوال پولي بازار لپاره يو تاريخي ورځ وي. د امريکا د لوېديځ تکزاس انټرميديات (West Texas Intermediate ) د اومو نفتو سپارښتنې بيه په دې ورځ په لومړي ځل له صفر نه منفي کچې ته ټيټه شوې ده.
له دې څخه ښکاري چې نړيوال بازار د کوويدـ۱۹ ويروس د خپرېدو له امله په تزلزل کې دی. نړيوال پولي صندوق يوه ليکنه (( د نړيوال اقتصاد راتلونکی)) خپره کړې ده، په دغه ليکنه کې راغلي چې اوس تر ټولو بيړنی کار دا دی چې د کوويد ـ۱۹ ويروس مخنيوی وشي، په تېره بيا بايد طبي لګښت زيات شي، څو د طبي ادارو توان او سرچينې زياتې شي او په عين وخت کې دې د ويروس د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيول شي. د ويروس کنټرول د اقتصاد د بيا رغونې لپاره بنسټ دی.
اوس په امريکا کې پر کوويد ـ۱۹ ويروس د اخته کسانو شمېر تقريباً ۸۰۰ زره او د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر څه باندې ۴۰ زرو ته رسېدلی دی. دغه هېواد په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی چې د مۍ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه به په مرحليزه توګه کارونه بيا پيل شي، خو د امريکا د دغه پلان په اړه بيلا بيلو خواوو انديښنه څرګنده کړې ده. د ساري ناروغيو امريکايي کارپوهې انسوني فاوسي د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه د امريکا له ABC راډيو سره په مرکه کې وويل، که چېرې ويروس کنټرول نه شي او موږ په تلوار سره عمل تر سره کړو، نو اقتصاد به بيا پر پښو و نه درېږي او د ويروس د کنټرول او وقايې هڅې به له خاورو سره خاورې شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |