د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۲۱ مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په نورو هېوادونو کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۳۱۲۹۶۶ ته رسېدلی.
د ياد سازمان د ورځني راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۱ مې نېټې تر لسو بجو پورې په نړۍ کې د تېرې ورځې په نسبت پر دې ويروس اخته ۸۳۰۰۶ تنه تازه تشخيص شوي او عمومي شمېر يې ۲ ميليونو ۳۹۷ زرو ۲۱۶ ته رسېدلی. په همدې ورځ د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۵۱۰۹ زيات شوی او د مړو عمومي شمېر ۱۶۲ زرو ۹۵۶ ته رسېدلی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |