CRI Online

عراق د ترهګرۍ پر ضد لاسته راوړنې خپرې کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-22 11:26:57

د عراق امنيتي څانګې پر ځايي وخت د اپريل په ۲۱ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد پوځ، ولسي ځواکونو، پوليسو او د ترهګرۍ ضد اورګان د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپريل تر ۱۵ مې نېټې پورې په عراق کې پر افراطي ډلو باندې ۱۰۶۰ پوځي بريدونه تر سره کړي او ۱۳۵ وسله والو يې وژلي دي.

د دې په ترڅ کې د افراطي ډلو لخوا د د دغه هېواد ۸۸ پوځيان وژل شوي او ۱۷۴ تنه ټپيان شوی دي. سر بېره پردې ۸۲ عام وګړي وژل شوي او ۱۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای