د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون له خوا د خپرې شوې شمېرې له مخې، د امريکا په وخت د روانې مياشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې په دغه هېواد کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۸۲۰ زرو ۱۰۴ او د مړو کسانو شمېر ۴۴۲۲۸ ته رسېدلی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د سپنې ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې وويل چې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې به د کډوالو منل بند کړي. هغه زياته کړه چې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ د ساري ناروغۍ له امله د بې کارۍ انډول زيات شوی او دغه تګلاره به وزګارو امريکايانو ته نور کاري فرصتونه برابر کړي.
سر بېره پر دې به له امريکا څخه ناقانونه کډوال بيرته خپلو هېوادونو ته وايستل شی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |