د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د مشرانو جرګې د اپريل په ۲۱ مه نېټه د کوويد-۱۹ پر ضد د ۴۸۴ مليارډ ډالرو په ارزښت مرستو مسوده تصويب کړه. د دغې مسودې له مخې به کوچنيو شرکتونو، روغتونونو او د کوويد-۱۹ ويروس د څېړنې څانګو ته پېسې ورکړی شی.
په همدې ورځ د امريکا د مشرانو جرګې د شفاهی رايګيرې له لارې دغه مسوده تصويب کړه. د مالوماتو له مخې، د ياد پلان په تصويبېدو سره به کوچنيو شرکتونو ته د کارګرو ۳۲۱ مليارډه ډالره تنخوا رکړل شي .
سر بېره پر دې ، د دغه پلان له مخې به روغتونونو ته ۷۵ مليارډ ډالر ور کړل شي، د کوويد-۱۹ ويروس د معاينې څانګو ته ۲۵ مليارډ ډالر ورکړی شی او د امريکا د ناروغۍ کنترول او مخنيوي مرکز او د امريکا ملي روغتيا څېړنې څانګې ته به هم پېسې ور کړی شی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |