CRI Online

انټونيو ګوټرېس: په ميانمر کې د نړيوال روغتيا سازمان د کارکوونکو وژل کېدل سخت غندلي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-22 13:30:32

پر ځايي وخت د اپريل په ۲۱ مه نېټه د م م سرمنشي انټونيو ګوټرېس د يوې اعلاميې په خپرولو سره د روانې مياشتې په شلمه نېټه د ميانمر په راخينې ايالت کې د نړيوال روغتيا سازمان پر يو موټر بريد چې د کوويد-۱۹ ويروس څېړونکي په کې سپاره و، سخت غندلي . په دې بريد کې د ياد سازمان يو کس وژل شوی او بل حکومتي چارواکي سخت ټپی شوی دی. انټونيو ګوټرېس د دې پېښې د پوره څېړلو او د مجرمينو د محاکمې غوښتنه وکړه. د م م دولتي چارو دفتر د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره تائيد کړه چې د نړيوال روغتيا سازمان يو کارکوونکی د ميانمر په راخينې ايالت کې د هغه موټر د چلولو په ترڅ کې وژل شوی دی چې د کوويد-۱۹ ويروس څيړونکي پکې سپاره وو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای