CRI Online

شي جين پينګ د شان شي ولايت له څو ځايونو څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-22 13:39:39

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ په تېرو دوو ورځو کې د شان شي ولايت له څو ځايونو څخه ليدنه وکړه. د خبري رسنيو په سرټکو کې تر ډېره دې ته انعکاس ورکړل شوی چې شي جين پينګ دغه ولايت ته د ليدنې پر مهال د غرو په سيمو کې پرتو او لرې کليو، کوچنيو علاقه داريو، کرهنيزو چارو څخه ليدنه کړې او د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو پرمختګ بهير يې څارلی او د بزګرو ژوند ته يې پاملرنه کړې.

روان کال په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو پلان د عملي کولو وروستی کال دی. د بېوزلۍ له منځه وړلو دندې د بشپړولو په هکله سمينار د مارچ په پيل کې په بېجينګ کې تر سره شو. دا د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي ولسي کانګرس راهيسې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې تر ټولو لويه غونډه وه. شي جين پينګ وويل چې تر ۲۰۲۰ کال پورې بايد په کليوالو سيمو کې تر اوسنی معيار لاندې اوسيدونکي ټول له بېوزلۍ څخه ووځي. دا د ټول هېواد د خلکو لپاره د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې جدی ژمنه ده او هرومرو به د ټاکلي پلان له مخې عملی شي. د کمونېست ګوند د بېلا بېلو کچو حکومتونه او ادارې بايد لا ټينګ هوډ ولري او د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره لا کوشش وکړي، د کوويد نولس ويروس ساري ناروغۍ منفي اغيزې دې ليرې کړي، د بېوزلۍ له منځه وړلو په کارونو کې دې پوره برياليتوب تر لاسه کړي او په ټينګار سره دې د چيني ملت او انسانانو لپاره دغه مهم کارونه بشپړ کړي.

پنځه کاله مخکې شي جين پينګ په شان شي ولايت کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه لومړنۍ غونډه تر سره کړه. د دغه ولايت په لرغونو سيو کې د بېوزلو اوسيدونکو ژوند تل د ده تر پاملرنې لاندې راغلی دی. عمومي منشي شي جين پينګ د اپرېل د شلمې نيټې له غرمې وروسته د جاه شوی ولسوالۍ د جين مي کلي ته لاړ او هلته يې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو له موفقيتونو څخه ليدنه وکړه. جين مي کلی پخوا ډېر بېوزله کلی و او د ياد کلي د ۱۸۸ کورونو ۵۳۳ اوسيدونکي د بېوزلۍ په لېست کې شامل و. د دغو بېوزلو اوسيدونکو د عايداتو زياتوالي لپاره په دغه کلي کې د کرهنيزو چارو مشهورې تصدۍ لخوا د يو ډول مرخړيو د توليد، د انټرنيټ له لارې د خرڅلو او ډيجيټلي کرنې په شمول سيستم جوړ شوی. نو له دې امله په ۲۰۱۷ کال کې دغه ټول کلی له بېوزلۍ څخه وتلی دی. د جين مي کلی د غره په لمن کې پروت دی، خواوس په دې کلي کې اوسيدونکي د انټرنيټ له لارې خپل کرهنيز توليدات پلورلی او بهر ته استولی شي. عمومي منشي شي جين پينګ له دغه ځای څخه د خپلې ليدنې په ترڅ کې له هغو کليوالو اوسيدونکو سره صميمي خبرې وکړې چې د انټرنيت له لارې د ژوندې پلورنې چمتو کوي.

اوسيدونکی: موږ ټول د مرخړيو خرڅوونکي يو او په دې ځای کې له ځايي اوسيدونکو سره مرسته کوو چې د انټرنيټ له لارې مرخړي وپلوري.

شي جين پينګ: اوس په کلي کې انلاين سوداګرۍ تر سره کېږي. ستاسو کار و بار ښه دی؟

اوسيدونکي: هو، اوس په هر کلي کې انلاين سوداګرۍ شتون لري.

شي جين پينګ: انلاين سوداګرۍ د کرهنيزو توليداتو د پلورلو په ترڅ کې ډېر مهم دی. تاسو به لا نور پرمختګ ومومئ.

اوسيدونکي: موږ به کوشش وکړو!

شي جين پينګ د جاه شوی کلي مرخړيو ستاينه وکړه او ويې ويل چې کوچی مرخړی لوي سوداګريز کار دی. هغه وويل چې انلاين سوداګرۍ د کرهنيزو توليداتو د پلورلو او د کليوالو اوسيدونکو د شتمن کېدو حتې د کليو د سمسورتيا لپاره ستر رول لري.

د اپرېل په ۲۱مه نېټه عمومي منشي شي جين پينګ د شان شي ولايت د ان کانګ ښار د لاو شيان علاقه دارۍ ته لاړ چې د جين پينګ په نوم د استوګنځيو ناحيې، طبي مرکز، ابتدائي ښوونځي او د چاي باغ په شمول له ځينو ځايونو څخه يې ليدنه وکړه. د لاو شيان علاقه دارۍ د شان شي ولايت په جنوب کې له بېوزلو اوسيدونکو سره د مرستې لپاره د کډوالو د انتقال د پروژې يوه برخه ده. د جين پينګ په نوم د استنګنځيو په ناحيه کې د کډ شويو اوسيدونکو شمېر تر ټولو زيات دی چې د يوولسو کليو ۱۳۴۶ کورونه دلته مېشته شوي دي. اوس په دې ناحيه کې د اوبو برابرولو، سړکونو، بريښنا او د ونو کينولو په شمول بنسټيز تاسيسات، د روغتيا او درملنې ځايونه، د کولتوري خدمتونو په شمول د عامه خدمتونو ځايونه بشپړ شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای